د اوبو مدیریت په پار هڅې؛سروبي کې د باراني اوبو مدیریت پروژې چارې پیل شوې

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۶ - ۱۵:۹
د اوبو مدیریت په پار هڅې؛سروبي کې د باراني اوبو مدیریت پروژې چارې پیل شوې

۱۶ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۳ ربیع‌الاول ۱۴۴۵ه‍.ق
د کابل کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په همکارۍ ددې ولایت سروبي ولسوالی کې د باراني اوبو او سېلابونو مدیریت په برخه کې د یوې پروژې چارې پیل کړي دي.
د چارواکو په خبره ددې پروژې اصلي موخه د باران د اوبو د کنترول  پر مټ د ځمکې لاندې اوبو پياوړي کول دی، چې ورسره سېلابونه هم کنترولېږي، چې په ترڅ کې  یې په  نشیب دارو سیمو کې د ٣ متره په اوږدوالی او نیم متر په سور او عمق  کندې کېندل کېږي.
ددې پروژې په ترڅ کې لسګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.
باید وویل شي، چې په ټوله کې ٢٠ پروژې په دې برخه کې پلي کېږي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت