د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال د کندهار د کرنې کارکوونکو سره وکتل

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۹/۷ - ۱۵:۲۰
د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال د کندهار د کرنې کارکوونکو سره وکتل

۷  لېندۍ ۱۴۰۱ه‍.ش
۳ جمادي اﻷول ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوی باز محمد فیضان او له ده سره مل پلاوی کندهار ولایت ته د رسمي سفر په ترڅ کې د کندهار دکرنې ریاست له کارکوونکو سره وکتل.
ددې کتنې په ترڅ کې د کندهار دکرنې رییس مولوی محمود مظلوم د یاد ولایت دکرنې ریاست د کړنو او فعالیتونو راپور د اوبولګولو او طبعیي سرچینو مرستیال سره شریک کړل او د چارو د لاښه پرمختګ په پار خپل وړاندیزونه او ستونزې بیان او د کرنې وزارت د رهبرۍ د پاملرنې غوښتونکی شو.
مولوی باز محمد فیضان د کندهار ولایت د کرنې ریاست د کارکوونکو د ستونزو تر اورېدو ورووسته له دوی وغوښتل، چې په پوره صداقت سره خپلو چارو ته ادامه ورکړي او دغه راز د کندهار دکرنې سکټور په برخه کې د چارو د لاښه والي په پار اړوندو چارواکو ته لازمې سپارښتنې وکړې.
دکرنې وزارت مالي او حسابي رییس مولوی ضیاءالدین واقف او دکرنې وزارت د څړځایونو د تنظیم رییس سید احمد خالد صاحب زاده په دې سفر کې د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مولوی باز محمدفیضان ملتیا کوي.

دیدار معین آبیاری و منابع طبیعی با کارمندان زراعت کندهار 
۷ عقرب ۱۴۰۱ هـ.ش
مولوی باز محمد فیضان معین آبیاری و مالدرای وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و هیئت همراه شان طی یک سفر رسمی به ولایت کندهار سفر کرده و با کارمندان ریاست زراعت ننگرهار دیدار کرد.
در جریان این دیدار مولوی محمود مظلوم رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کندهار، گزارش از کارکردها و دستاوردهای آن اداره را با معین آبیاری و مالداری شریک ساخته و مشکلات و پیشنهادات خویش را در پیشبرد امور بیان کرده و خواستار توجه رهبری وزارت زراعت به آن شدند.
مولوی بازمحمد فیضان پس از استماع مشکلات و پیشنهادات کارمندان ریاست زراعت ولایت کندهار از آنها خواست تا با صداقت کامل به کار خود ادامه دهند وی همچنان هدایات لازم را به مسوولان جهت بهبود امور کارمندان ریاست زراعت کندهار سپرد.
در این سفر مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و مالداری را مولوی ضیاء الدین واقف رئیس مالی و حسابی، سید احمد خالد صاحبزاده رئیس تنظیم علفچرها وزارت زراعت، آبیاری و مالداری همراهی می‌کردند.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۴۲
Background image

د ننګرهار بڼوالۍ څېړنيز مرکز کې د لوکاټو پر ۱۲ ورايټيو کیفي څېړنې ترسره شوې

۲۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د څېړنو لوی مدیریت اړوند د بڼوالۍ څېړنيز مرکز کې د لوکاټو پر ۱۲ بېلابېلو ورايټيو کیفي څېړنې ترسره. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۴۱
Background image

ننګرهار کې د ملکيت حقونو د تثبيت کمېټې کار پیل کړ

۲۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد له لورې د بېلابېلو ادارو استازو په شتون کې دملکیت حقونو تثبيت کمېټې د کارونو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۳۰
Background image

نورستان کې پراخ کرنیز پرمختیایي فعالیتونه؛ لسګونه پروژې پلې او میلیونونه افغانۍ عواید راټول شوي

۲۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، د ۱۴۰۴ هجري لمریز کال په ترڅ کې یې د پراختیایي بودیجې او د همکارو مؤسسو په ملاتړ د. . .

بازگشت