د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال د اراضۍ کارکوونکو ته: د اسلامي امارت او الهي هدايت مطابق خپل مسؤليتونه ترسره کړئ 

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۴ - ۱۳:۱۹
د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال د اراضۍ کارکوونکو ته: د اسلامي امارت او الهي هدايت مطابق خپل مسؤليتونه ترسره کړئ 

۲۴ غویی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو لوی ریاست چارواکو لخوا د ( کندهار، هلمند، زابل، ارزګان، بادغيس، نیمروز، ميدان وردګ، لوګر، هرات، فراه، او غزني) ولایتونو د تصفیې، استملاک، سروې کدستر، د ځمکو انتقال او تبادله، د ځمکو معلوماتي سیستم او ځمکو بانک او د ځمکو اجارې برخې کارکوونکو لپاره د ځمکو په تخنیکي او حقوقي برخو کې څلور ورځنی روزنیز ورکشاپ د اراضۍ په عمومي رياست کې په لاره اچول شوې، چې نن یې څلورمه او وروستۍ ورځ ده.
د یاد پروګرام په څلورمه او وروستۍ ورځ د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان له دې پروګرام څخه د لیدنې پرمهال له ولايتونو څخه راغلي کارکوونکو ته ښه راغلاست ووایه او ددغه ډول ورکشاپونو دایرول يې د کارمندانو د ظرفيت د لوړوالي په برخه کې يو ښه اقدام وباله.
د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال له ټولو کارکوونکو او مسؤلینو څخه وغوښتل، چې په خپلو دندو کې له مراجعينو سره ښه چلند وکړي او خپل مسووليت په پوره ايماندارۍ سره ترسره کړی.
ښاغلی فیضان وویل: «هغه څه چې په دې څو ورځو کې مو په دغه ورکشاپ کې زده کړل په خپلو ولايتونو کې يې له نور کارمندانو سره هم شریک کړئ.»
د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان د ورکشاپ ګډونوالو ته په خطاب کې وویل:« خپلې دندې په داسې ډول ترسره کړئ، څرنګه چې د افغانستان اسلامي امارت او الله تعالی يې له مونږ څخه غواړي نو کوښښ وکړئ، چې په خپلو دندو کې له پوره دقت، اخلاص او صداقت څخه کار واخلی او هېڅ کله هم له خپل مسووليت څخه ناوړه استفاده ونکړي.»
په همدې حال کې د یاد روزنیز ورکشاپ ګډونوال له دې پروګرام څخه خوښ دي او دا یې د زده‌کړې، تجربو تبادلې او مسلکي ودې لپاره ګټور وباله. دوی تمه وښودل، چې دا ډول پروګرامونه به د هېواد په نورو برخو کې هم دوام ومومي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۸:۳۶
Background image

لغمان کې پر یوشمېر بزګرانو د اصلاح شويو جوارو تخم او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیوایف‌پي» په مالي ملاتړ او د افغانستان د نابینایانو مؤسسې«اې‌بي‌ام» په تخنیکي همکارۍ، د لغمان ولایت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۸:۳۴
Background image

د نورستان دکرنې ریاست چارواکي د کرنې او خوړو نړۍوالې ادارې مسؤلینو سره د راتلونکو پروژو په اړه خبرې وکړې

د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» د ختیځ زون مسؤلینو د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له سرپرست، ډاکټر بختیار سعید سره وکتل او د کرنې او مالدارۍ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۸:۳۴
Background image

ننګرهار او لغمان کې د حیواني او نباتي درملتونونو د معیاري فعالیتونو د ډاډمنولو په موخه پراخه څارنه ترسره شوه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اړوند د ننګرهار او لغمان ولایتونو د کرنې ریاستونو له لوري د حیواني او نباتي درملتونونو او د څارویو د درملنې د مرکزونو د قانوني او معیاري فعالیتونو د. . .

بازگشت