د امید «OMAID» پروژه د کرنې وزیر ته وپېژندل شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۳ - ۱۶:۰
پروژه‌ی امید «OMAID» به وزیر زراعت معرفی شد

۲۳مرغومې ۱۳۹۹
د امید «OMAID» د پروژې چارواکو دیوې غونډې په ترڅ کې، چې د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري هم ونده درلود ددې پروژې د مقدماتي کړنو، راتلونکو برنامو او د پروژې اړوندو نورو مسایلو په هکله د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر ډاکټر انوارالحق احدي ته مالومات وړاندې کړل.
په دې غونډه کې د امید د پروژې رییس حامد احمدي وویل، چې دا پروژه په ۲۰۲۱ام زېږدیزکال کې پیلیږي او تر ۲۰۲۶ام کال پورې ادامه لري. ښاغلی احمدي وویل، چې د امید د پروژې بودیجه ۱۷۰ میلیونه ډالر ده، چې د نړیوال بانک له خوا پرې کیږي.
ښاغلی احمدي وویل، چې د امید پروژه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت او د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ترمنځ یوه ګډه پروژه ده او ټاکل شوې، چې ددې پروژې له لارې د هېواد په پنځو زونونو کې پنځه صنعتي پارکونه جوړ شي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر ډاکټرانوارالحق احدي ددې پروژې په هکله وویل، چې د امید پروژه به د پروسس په برخه کې لوی بدلون رامنځته کړي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۳:۲
Background image

کندز کې د کرنیزو پراختیايي پروژو د پلي کېدو او پرمختګ په اړه د «ډاکار» دفتر سره مهمه ناسته ترسره شوه

۳۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندز دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی نیاز محمد عابد د «ډاکار» مؤسسې د شمال او شمال ختیځ زون دفتر مسوول داد الله سره په کتنه کې پر. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۲:۱۸
Background image

کرنې وزارت کې د دعوت او ارشاد غونډه ترسره شوه

۳۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر په مشرۍ د دعوت او ارشاد غونډه د دې وزارت د مسؤلینو په ګډون. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۲:۱۶
Background image

د هلمند مرکز لښکرګاه کې یوشمېر بزګران وروزل شول

۳۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ، د کرنیزو چارو آمریت اړوند د نباتاتو ساتنې او قرنطین مدیریرت کارکوونک له لوري، د مرکزي لوی کاریز. . .

بازگشت