د امو سیند له تخريب شويو څنډو څخه د افغانستان او ازبکستان د پلاوي  لیدنه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۹:۲۲
د امو سیند له تخريب شويو څنډو څخه د افغانستان او ازبکستان د پلاوي  لیدنه

۶ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت لوړ پوړي پلاوی د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري په مشرۍ او د ازبکستان جمهوریت پلاوی د یاد هېواد د اوبو وزیر شوکت همرایوف په مشرۍ د بلخ په ولایت کې د امو سیند له تخریب شویو څنډو څخه لیدنه وکړه.
د افغانستان او ازبکستان چارواکو د دغه سفر په ترڅ کې د امو سیند شاوخوا له بېلابېلو ویجاړو شویو سیمو څخه لیدنه وکړه او د نورو ویجاړیو پر مخنیوي یې ټینګار وکړ.
ددې لیدنې په ترڅ کې د افغانستان له لوري د کرنې وزیر مولوی عطاءالله عمري په مشرۍ کمېټه، چې په کې د بلخ والي محمد یوسف وفا، د کورنیو چارو وزارت مرستیال عبدالحق همکار، د انرژۍ او اوبو وزارت مرستیال مجیب الرحمن عمر، د اقتصادي کمیسون اقتصادي رییس ابراهیم حکمت، د دفاع وزارت او چارو ادارې استازو ګډون درلود او دغه راز د ازبکستان هېواد څخه ددغه هېواد د اوبو وزیر شوکت همرایوف په مشري پلاوي، عصمت اکه د افغانستان په چارو کې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړی استازی او ورسره مل پلاوي ګډون کړی و.

بازدید ه‍یئت‌های افغانستان و ازبکستان از ساحات تخریب شده اطراف دریای آمو
۶ اسد ۱۴۰۳ ه‍.ش 
ه‍ییت‌های عالی رتبه امارت اسلامی افغانستان به رهبری مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری و جمهوری ازبکستان به رهبری  شوکت همرایوف وزیر آب از ساحات تخریب شده اطراف دریای آمو در ولایت بلخ بازدید کردند.
در جریان این بازدید مسوولان افغانستان و ازبکستان از ساحات مختلف تخریب شده در اطراف دریای آمو بازدید کرده و تاکید بر جلوگیری از تخریبات بیشتر کردند
در جریان این بازدید به نماینده گی از افغانستان کمیته به رهبری مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، محمد یوسف وفا والی بلخ، عبدالحق همکار معین وزارت امور داخله، مجیب الرحمن عمر معین وزارت انرژی و آب، ابراهیم حکمت رییس اقتصادی کمیسون اقتصادی و نماینده گان وزارت دفاع و اداره امور و به نماینده گی از کشور ازبکستان هیئتی با حضور  شوکت همرایوف وزیر آب و عصمت اکه نماینده خاص رییس جمهور کشور ازبکستان در امور افغانستان و همراهان‌شان حضور داشتند.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۹:۴۳
Background image

کرنې وزارت کې د اداري لیکونو او دفتري مدیریت په اړه روزنیز پروګرام پیل شو

۸ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کارکوونکو چارو ریاست له لوري د دغه وزارت د مرکزي ادارو یو شمېر کارکوونکو ته د اداري مراسلاتو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۴:۵
Background image

ننګرهار کې د۵۰ زره کوچنیو شخوند وهونکو څارویو لپاره د انټیروټوکسیمیا واکسین د تطبیق پروګرام پیل شو

۷ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې «ډي‌سي‌اې» په تخنیکي همکارۍ او د کرنې نړۍوال صندوق. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۰:۵۴
Background image

پکتیا کې زرګونه څارویو لپاره د لیونتوب، تیتانوس او تورلنګي واکسینونو د تطبیق کمپاین پیل شو

 ۷ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د افغانستان لپاره د هالنډ کمیټې «ډي‌سي‌اې» په مالي او تخنیکي ملاتړ، د دې ولایت په. . .

بازگشت