د افغانستان د کرنې وزارت پلاوي په ترکیه کې د لمر ګل د غوړیو د تولید فابریکې څخه لیدنه وکړه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۱:۲۵
بازدید هیئت وزارت زراعت افغانستان از  فابریکه تولید روغن آفتاب‌پرست در ترکیه

۱۳ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۱ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت یو پلاوی، د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني، په مشرۍ ترکیې هېواد ته دخپل رسمي سفر په ترڅ کې د یاد هېواد د ادرنې  په ولایت کې د لمر ګل دغوړیو  د تولید فابریکې له مشرتابه سره وکتل او د یادې فابریکې له بېلابېلو برخو څخه یې لیدنه وکړه.
د دې لیدنې پر مهال، د فابریکې چارواکو د لمر ګل د غوړیو د پروسس، بسته بندۍ او تولید پړاونو په اړه معلومات ورکړل او د دې مرکز د تولید ظرفیتونه یې تشریح کړل.
د افغانستان د کرنې وزارت پلاوي د فابریکې د رهبري له هرکلي او همکارۍ څخه مننه وکړه او د تجربو د تبادلې او په کرنه او د خوراکي توکو په صنعت کې د پرمختللو ټکنالوژیو د کارونې پر اهمیت یې ټینګار وکړ.
یاد سفر د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د هغه پروګرام یوه برخه ده، چې موخه یې د تخنیکي همکاریو جلبول، ګډو پانګونو ته زمینه برابرول او په هېواد کې د کرنیزو تولیداتو د ظرفیت لوړول دي.


بازدید هیئت وزارت زراعت افغانستان از  فابریکه تولید روغن آفتاب‌پرست در ترکیه
۱۳ سنبله ۱۴۰۴ هـ.ش
هیئتی از وزارت زراعت، آبیاری و مالداری امارت اسلامی افغانستان به رهبری مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری، در جریان سفر به کشور ترکیه، با رهبری فابریکه تولید روغن از نبات گل آفتاب‌پرست در ولایت ادیرنه دیدار و از بخش‌های مختلف این فابریکه بازدید نمود.
در جریان این بازدید، مسؤولان فابریکه در مورد مراحل پروسس، بسته‌بندی و تولید روغن آفتاب‌پرست معلومات ارائه کرده و ظرفیت‌های تولیدی این مرکز را تشریح نمودند.
هیئت وزارت زراعت افغانستان ضمن قدردانی از رهبری فابریکه، بر اهمیت تبادل تجارب و استفاده از تکنالوژی‌های پیشرفته در بخش زراعت و صنایع غذایی تأکید کرد.
این سفر بخشی از برنامه وزارت زراعت، آبیاری و مالداری امارت اسلامی افغانستان در راستای جلب همکاری‌های تخنیکی و سرمایه‌گذاری‌های مشترک به‌منظور ارتقای ظرفیت تولیدات زراعتی در کشور می‌باشد.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۰:۹
Background image

د هلمند څېړنیزو فارمونو کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۴ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندي، ددې ولایت د څېړنیزو فارمونو مسلکي انجنیرانو له لوري ددې ولایت دکرنې او مالدارۍ برخې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۹:۲۹
Background image

د هلمند مرکز لښکرګاه کې کروندګرو ته د نباتي افتونو د مخنیوي عملي روزنه ورکړل شوه

۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۴ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو امریت د بوټوساتنې او قرنطین لوی مدیریت مسلکي کارکوونکو د خپلو دوامداره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۹:۱۳
Background image

فاریاب ته د ازبېکستاني پلاوي سفر او د افغان-ازبېک بڼ څځه لیدنه

۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۴ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ازبېکستان د کرنې مرستیال وزیر ابدذکروف جمشید په مشرۍ د ازبېکستان یو پلاوی، چې افغانستان ته په رسمي سفر راغلی و، د فاریاب ولایت د خان‌چارباغ. . .

بازگشت