د افغانستان د کرنې وزارت پلاوي د ترکیې د کرنې او ځنګلونو د څېړنو لوی ریاست له چارواکو سره وکتل

user-admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۸:۳۰
د افغانستان د کرنې وزارت پلاوي د ترکیې د کرنې او ځنګلونو د څېړنو لوی ریاست له چارواکو سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت یو پلاوی، د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني، په مشرۍ د ترکیې د کرنې او ځنګلونو وزارت د کرنې او ځنګلونو د څېړنو له لوی ریاست څخه لیدنه وکړه او له عمومي رییس او د دې ادارې له نورو مسؤلینو سره یې وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو خواوو د کرنې او ځنګلونو په بېلابېلو برخو کې د نظرونو او معلوماتو د تبادلې په اړه خبرې وکړې. د ترکیې د کرنې او ځنګلونو د څېړنو لوی رییس د افغانستان د پلاوي له راتګ څخه مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې یاده اداره  افغانستان سره په کرنه او ځنګلونو کې هر ډول همکاریو لپاره بشپړه چمتووالی لري.
 د افغانستان د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني، هم د کرنیزو او ځنګلونو څېړنو په برخه کې د تخنیکي او علمي ظرفیتونو د لوړولو پر اهمیت ټینګار وکړ او هیله یې څرګنده کړه، چې دغه همکارۍ به د طبیعي سرچینو په ښه مدیریت او په افغانستان کې د کرنې د پایدارې او تلپاتې ودې لامل شي.
د یادونې وړ ده، چې د ترکیې د کرنې او ځنګلونو د څېړنو لوی ریاست د دې هېواد له مهمو علمي او څېړنیزو مرکزونو څخه شمېرل کېږي، چې د نوې کرنیزې ټکنالوژۍ د ودې او د طبیعي سرچینو د ساتنې په برخه کې پراخ فعالیتونه لري.

 

دیدار هیئت وزارت زراعت افغانستان با ریاست عمومی تحقیقات زراعت و جنگلات ترکیه
۱۳ سنبله ۱۴۰۴ هـ.ش
هیئت وزارت زراعت، آبیاری و مالداری امارت اسلامی افغانستان به سرپرستی مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری، از ریاست عمومی تحقیقات زراعت و جنگلات وزارت زراعت و جنگلات ترکیه بازدید و با رئیس عمومی و سایر مسئولان این اداره دیدار نمود.
در این ملاقات، دو جانب پیرامون تبادل نظر و تبادل معلومات در عرصه‌های مختلف زراعتی و جنگلداری گفتگو کردند. رئیس عمومی تحقیقات زراعت و جنگلات ترکیه در سخنان خود، ضمن قدردانی از حضور هیئت افغانستان، آمادگی همه‌جانبه آن اداره را برای همکاری در بخش‌های زراعت و جنگلات اعلام کرد.
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری افغانستان نیز بر اهمیت ارتقای ظرفیت‌های تخنیکی و علمی در عرصه تحقیقات زراعتی و جنگلداری تأکید ورزیده و ابراز امیدواری نمود که این همکاری‌ها به بهبود مدیریت منابع طبیعی و توسعه پایدار زراعت در افغانستان کمک نماید.
گفتنی است که ریاست عمومی تحقیقات زراعت و جنگلات ترکیه یکی از مراکز مهم علمی و تحقیقاتی این کشور به شمار می‌رود که در زمینه توسعه تکنالوژی‌های نوین زراعتی و حفظ منابع طبیعی فعالیت گسترده دارد.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۵:۳۰
Background image

د کرنې وزارت لوړپوړي پلاوي کندز کې د ودانیزو او اوبولګولو پروژو څارنه وکړه

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ، د تدارکاتو رییس مولوی عبدالمجید مبارک، کندز ولایت ته سفر وکړ. د یاد سفر. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۵:۲۶
Background image

د هلمند موسی کلا کې یوشمېر بڼوالو سره مرسته وشوه

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د موسی قلعه ولسوالی د کرنیزوخدمتونو مدیریت سره په همغږۍ، د یادې ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د سولې بنسټ خدماتي مؤسسې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۵:۲۵
Background image

کندز کې د «یوریا سپرې» او «مورپتدار» افت پر ضد کمپاینونه په منظم ډول روان دي

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندز ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مېوه‌ لرونکو بڼونو د ساتنې او د نباتي افاتو د خپرېدو د مخنیوي په موخه د بوټو ساتنې د. . .

بازگشت