د افغانستان د کرنې وزارت مرستیال د قزاقستان له پلاوي سره په کابل کې وکتل  

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۸ - ۱۰:۲۸
د افغانستان د کرنې وزارت مرستیال د قزاقستان له پلاوي سره په کابل کې وکتل  

۸ مرغومې ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال او کفیل، مولوي صدراعظم عثماني، په کابل کې د قزاقستان پلاوي سره د یوې ناستې په ترڅ کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې وکړې.
دا لیدنه د کرنې وزارت په ودانۍ کې ترسره شوه، چې د قزاقستاني پلاوي مشري د قزاقستان د سوداګرۍ او  ادغام وزارت مرستیال کایرات توربایف کوله، چې په پلاوي کې ورسره د قزاقستان د دولتي او خصوصي شرکتونو یو شمېر چارواکو هم ګډون درلود.
په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو د کرنیزو محصولاتو صادراتو، بازارموندنې، د لوړ کیفیت محصولاتو تولید او د صادراتو او وارداتو په برخه کې د دوه اړخیزې همکارۍ په اړه خبرې وشوې. په ځانګړې توګه د غوړیو، اوړو، پنبې او د څارویو سرې د تولید په اړه بحث وشو.
د غونډې په پیل کې مولوي صدراعظم عثماني قزاقستاني پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او په افغانستان کې یې د کرنې او مالدارۍ وضعیت په اړه معلومات ورکړل. هغه دغه لیدنه د افکارو تبادلې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د لا پیاوړتیا لپاره ښه فرصت وباله.
ورپسې، د قزاقستاني پلاوي مشري د قزاقستان ‏د سوداګرۍ او ادغام وزارت مرستیال کایرات توربایف، د خپل سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د متقابلې همکارۍ ارزونه وبلله او ویې ویل: «موږ د غوړیو او اوړو په تولید کې معیاري او لوړ کیفیت محصولات لرو او غواړو چې دا محصولات افغانستان ته صادر کړو. همدارنګه، موږ چمتو یو چې د افغانستان محصولات لکه مېوې او سبزيجات وپېرو او نورو هېوادونو ته یې په لېږد کې مرسته وکړو.».»
ورپسې د KazakhExport JSC شرکت استازي ابیلکایروف عدلت په فضایي نقشه جوړونه او د فضا له لارې عکاسي کې د همکارۍ پر امکاناتو خبرې وکړې او په دې برخه کې یې د قزاقستان د همکارۍ چمتووالی څرګند کړ.
د افغانستان د کرنې وزارت مرستیال هم څرګنده کړه، چې افغانستان په هره برخه کې د همکارۍ لپاره چمتو دی او زیاته یې کړه: «موږ د لوړ کیفیت محصولاتو د تولید په برخه کې همکارۍ ته اړتیا لرو او د هر هغه هېواد چې غواړي په دې برخه کې راسره مرسته وکړي، هرکلی کوو.»
د غونډې په پای کې د غوړیو د تولید په موخه د لمرګلي (آفتاب‌پرست) کښت، د کرنیزو محصولاتو د حفظ او کرنتین په اهمیت، او د لوړ کیفیت تخمونو د تولید په اړه بحث او نظرونه تبادله شول.

دیدار معین وزارت زراعت افغانستان با هیئت قزاقستان در کابل
۸  جدی ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری و کفیل وزارت زراعت، آبیاری و مالداری افغانستان، در جلسه‌ای با ه‍یئت جمهور قزاقستان، در کابل دیدار کرد.
این دیدار در وزارت زراعت برگزار شد و هیئت قزاقستانی به رهبری  کایرات توربایف معین وزارت تجارت و ادغام و شماری از مسوولان شرکت‌های دولتی و خصوصی کشور قزاقستان در آن حضور داشتند.
در این دیدار، موضوعات مختلفی در زمینه صادرات محصولات زراعتی دو کشور، بازاریابی، تولید محصولات با کیفیت، و همکاری متقابل در زمینه صادرات و واردات، به ویژه در زمینه تولید روغن، آرد، پنبه و کود حیوانی مورد بحث قرار گرفت.
در آغاز جلسه، مولوی صدراعظم عثمانی معین وزارت زراعت افغانستان به هیئت قزاقستانی خوش آمد گفت و در مورد وضعیت زراعت و مالداری در افغانستان توضیحاتی ارائه داد. وی این دیدار را فرصتی مناسب برای تبادل افکار و تقویت همکاری‌های متقابل بین دو کشور عنوان کرد.
سپس، کایرات توربایف معین وزارت تجارت و ادغام قزاقستان، هدف سفر خود را بررسی همکاری‌های متقابل بین دو کشور عنوان کرد و گفت: «ما در تولید روغن و آرد تولیدات باکیفیت و معیاری داریم و می‌خواهیم این محصولات را به افغانستان صادر کنیم. همچنین آمادگی داریم محصولات افغانستان مانند میوه‌ها و سبزیجات را خریداری کرده و انتقال آن‌ها را به کشورهای دیگر تسهیل نماییم.»
در ادامه، ابیلکایروف عدلت از شرکت KazakhExport JSC به امکان همکاری در زمینه نقشه‌برداری فضایی و عکاسی از فضا اشاره کرد و بر آمادگی قزاقستان برای همکاری در این زمینه تاکید نمود.
معین وزارت زراعت افغانستان نیز اظهار داشت که این کشور آماده همکاری در هر بخش است و افزود: «ما نیازمند همکاری در زمینه تولید محصولات باکیفیت هستیم و از هر کشوری که بخواهد در این زمینه با ما همکاری کند استقبال می‌کنیم.»
در پایان جلسه، در خصوص موضوعاتی همچون کشت گل آفتاب‌پرست برای تولید روغن، توجه به حفظ و قرنطینه محصولات کشاورزی، و تولید تخم باکیفیت بحث و تبادل نظر صورت گرفت.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۰:۹
Background image

هلمند کې د کرنې پرمختګ لپاره د کروندې ورځې په ویاړ پراخه سیمه ییزه غونډه ترسره شوه

۲۲ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د څېړنیو لوی مدیریت له لوري د بولان په څېړنیز فارم کې د سبو، تیلي او صنعتي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۹:۵۱
Background image

هلمند کې د کب روزنې سکټور پراختیا په پار هڅې؛ دکبانو ۴۸ زره بچې روزل کېږي

هلمند کې د کب روزنې فارمونه د ودې په حال کې ده او په تېرو څو کلونو کې په دغه ولایت کې د کبانو روزنې ډېر شمېر فارمونه جوړ شوي او د کبانو روزنې ته د خلکو لیوالتیا زیاته شوې ده، چې په همدې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۹:۴۰
Background image

د کرنې وزارت د اراضۍ لوی ریاست کې د للندر (شاه توت) بند د ځمکو د تصفيې او  بیې ټاکنې په موخه غونډه دايره شوه 

د کرنې وزارت د اراضۍ لوی ریاست کې د للندر (شاه توت) بند د ځمکو د تصفيې او  بیې ټاکنې په موخه غونډه دايره شوه . په دغه غونډه کې د کرنې وزارت د اراضۍ لوی ریاست د ځمکو د استملاک او بيا. . .

بازگشت