د افغانستان د زعفرانو نړۍوال سوداګریز مرکز څخه لیدنه

user-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۱۰:۳
دیدار از مرکز تجارت بین‌المللی زعفران افغانستان

۲۶ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش

۲۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوی رییس او ویاند، هرات ولایت ته د سفر پر مهال د افغانستان د زعفرانو نړۍوال سوداګریز مرکز څخه لیدنه وکړه او د دې لیدنې په ترڅ کې له ابراهیم عادل، د افغانستان د زعفران‌کارانو د اتحادیې له رییس، او سید عبدالواحد سادات، د دې اتحادیې له مرستیال، سره وکتل.
په دې لیدنه کې د اتحادیې مسئولینو د زعفران د پېر او پلور حالت، کورني او بهرني بازارونو او د صادراتو بهیر په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل. چې په وروستیو کلونو کې د دې ارزښتمن محصول د تولید او بازارموندنې بهیر د پام وړ وده کړې ده. دوی زیاته کړه، چې په بېلابېلو هېوادونو کې د افغانستان زعفرانو ته غوښتنه لوړه شوې، چې دې چارې زعفران‌کارانو ته نوي فرصتونه رامنځته کړي دي.
د اطلاعاتو رییس مولوي شیرمحمد حاتمي، د اتحادیې له فعالیتونو او هڅو مننه وکړه او د وزارت د رهبري پیغام یې هغوی ته ورساوه. هغه ټینګار وکړ چې د افغانستان اسلامي امارت د زعفرانو سکتور د ملاتړ او د دې محصول د سوداګرۍ د پراختیا لپاره ژمن دی او هڅه کېږي، چې د دې برخې د لا پیاوړتیا او ودې لپاره زیاتې اسانتیاوې رامنځته شي.
په دغه برنامه کې، د هرات د کرنیزو چارو آمر بشیر احمد احمدي، هم حضور درلود او د زعفرانو د پراختیا او د دې محصول د صادراتو د پیاوړتیا په برخه کې د ګډو همکاریو پر لارو چارو خبرې وشوې.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۶:۴۱
Background image

د ننګرهار سپین غر کې د ایستوي کانال جوړولو چارې په چټکۍ روانې دي


۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ، د «اکټېډ» مؤسسې له لوري د سپین غر ولسوالی د کوشتل کلي د ایستوي کانال د جوړولو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۶:۲۸
Background image

د ننګرهار مومندره کې لسګونو بزګرانو ته د کرنیزو محصولاتو د روزنې او پالنې په برخه کې روزنه ورکړل شوه


۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ او اقتصاد ریاستونو په همغږۍ، د ماشوم ساتني نړۍوالې مؤسسې په مالي لګښت او د افغانستان د بیا رغونې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۴۱
Background image

بادغیس ولایت ته د کرنې وزارت د مالدارۍ او حیواني روغتیا د لوی رییس سفر 

۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالدارۍ او حیواني روغتیا لوی رییس مفتي ذاکرالله ذاکر بادغیس ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت. . .

بازگشت