د اصلاح شویو کرنیزو تخمونو معیاري کولو په پار هلې ځلې

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۹ - ۹:۴۶
د اصلاح شویو کرنیزو تخمونو معیاري کولو په پار هلې ځلې

دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په وزارت کې د اصلاح شویو کرنیزو تخمونو معیاري کولو په پآر د هلو ځلو په ترڅ کې د مولوی صدراعظم عثمانی په مشرۍ د کرنیزو تخمونو د مشورتي بورډ دوه ورځنۍ غونډه پای ته ورسېد.
یاده غونډه دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدر اعظم عثماني په مشرۍ د کرنیزو تخمونو مشورتي بورډ د یاد بورډ د غړو په شتون کې د کرنیزو اصلاح شویو تخمونو د بیې، کمیت او کیفیت په موخه د پرېکړو او نظرونو د تبادلې په پار دائره شوې وه، په دې غونډ ه کې بزګرانو ته د اسانتیاوو برابرولو او اصلا شویو کرنیزو تخمونو ته د دوی د اسانه لاس رسی په پار او د کرنیزو تخمونو د کمیت او کیفیت د کچې لوړولو په موخه له سلا مشورو وروسته اړینې پرېکړې وشوې. 
ددې بورډ غړو د کرنیزو تخمونو د بیې، دکرنیزو ځمکو کیمیاوي سرې او کرنیزو درملو په هکله خبرې اترې او یوبل سره خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل.
په دې غونډه کې د کابل پوهنتون استادان، دکرنې، څېړنې او خاورې پېژندنې مسلکي رییسان، د بزګرانو او د خصوصي سکټور استازو ګډون درلود.

تلاش‌ها به منظور معیاری سازی تخم‌های اصلاح شده بذری
به ادامه تلاش‌ها جهت معیاری سازی تخم‌های اصلاح شده بذری در وزارت زراعت جلسه دو روزه  بورد مشورتی تخم‌های بذری تحت رهبری مولوی صدراعظم عثمانی پایان یافت.
جلسه بورد مشورتی تخم‌های بذری تحت رهبری مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت و با اشتراک اعضای بورد که به منظور دریافت نظریات و تصمیم گیری در مورد کیفیت، کمیت و نرخ تخم‌های اصلاح شده بذری دایر شده بود پس از رایزنی و اتخاذ تصامیم لازم جهت بلند بردن کیفیت و کمیت و ایجاد سهولت ها جهت دسترسی دهقانان به تخم‌های اصلاح شده بذری تکمیل شد.
  اعضای بورد در این جلسه در مورد تعین قیمت تخم‌بذری گندم، کودکیمیاوی زمین‌های زراعتی و دواهای زراعتی بحث و تبادل نظر نمودند.
این جلسه با حضور داشت استادان پوهنتون کابل، متخصصین زراعت، روساء مسلکی زراعت، تحقیقات، خاک‌شناسی، نماینده‌ دهقانان و شرکت‌های خصوصی برگزار شده بود.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۱۳
Background image

دمیدان وردګو ولایت په جغتو ولسوالی کې بزګرانو ته درشقې تخم ووېشل شو

۱۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۲ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د افغان سوله جوړونکې بشري مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت د جغتو ولسوالی کې پر ۱۰۰ مستحقو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۷
Background image

د کندهار پنجوايي کې د ځنګلي بوټو ناقانونه لېږد په پار څارنه وشوه

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د پنجوايي ولسوالی د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو د امنیتي مسؤلینو سره په ګډه همکارۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۷
Background image

د پاکستان قاچاقي څارویو په وړاندې د بریالي هڅو په دوام؛ دا ځل د ۷۳ مېښو د قاچاق مخه نیول شوې

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې یو ځل بیا په سپین بولدک ولسوالی کې د ویښو او بیداره مجاهدینو له لوري د ۷۳ سره مېښو د. . .

بازگشت