د اسعدآباد په ښار کې د چغان غونډۍ زرغونیږي

content_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۹/۱۷ - ۱۶:۵۰
چغان‌تپه‌ی اسعدآباد سرسبز می‌شود

۱۷ لیندۍ ۱۳۹۹
د کونړ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست او د اسعدآباد ښاروالۍ، د چغان غونډۍ د زرغونتیا چارې پیل کړي دي.
په لومړی پړاو کې د کرنې ریاست له خوا په دې غونډۍ کې پنځه زره نیالګي اېښودل کیږي.
د چغان غونډۍ د کونړ ولایت د اسعدآباد ښار له مهمو تاریخي سیمو څخه دی.
د کونړ ولایت چارسمبال او مرستیال والي ګل محمد بیدار وایي، چې د چغان غونډۍ د اسعدآباد ښار له تاریخي او اسټراټیژيکو سیمو څخه دی، که زرغون شي د تفریح په مهمه سیمه بدلییږي.
د کرنې وزارت د طبیعي سرچینو لوی رییس محمدرفیع قاضي زاده هم وایي، چې د اسانتیاوو او کاري فرصتونو برابرولو په پار د ځنګلونو بیارغول او د تاریخي او تفریحي سیمو زرغونتیا د کرنې وزارت مهمې برنامې دي. ښاغلی قاضي زاده، چې کونړ ولایت ته تللی دی وایي، چې د مناسبو سیمو په لیدو او سروې سره د ځنګلونو د بیارغونې، چاپېریال ساتنې او د شنه چاپېریال رامنځته کولو په پار به د کرنې وزارت بېلابېلې پروژې پلي کړي.
په همدې حال کې، دکونړ ولایت د کرنې ریاست چارسمبال نجیب الله عادل وایي، چې د چغان غونډۍ د زرغونتيا تخنیکي چارې او نیالګي د کرنې ریاست پرغاړه او خړوبول یې د اسعدآباد د ښاروالۍ پر غاړه ده.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

بلخ کې د شېدو راټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «ډي‌سي‌اې» مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ او د بلخ ولسوالی د کرنیزو خدمتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونه وېشل کېږي

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اوآرډي». . .

بازگشت