د ازبکستان کرنیزو کڅوړو څخه د استفادې په موخه مشورتي غونډه دائره شوه

user-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۲ - ۱۴:۳۹
د ازبکستان کرنیزو کڅوړو څخه د استفادې په موخه مشورتي غونډه دائره شوه


٢۲ لړم ۱۴۰۲ه‍.ش
٢۹ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني په مشرۍ جوړه شوې غونډه کې، چې د کرنې سکتور رییسانو ، سلاکارانو او متخصصینو هم په کې حضور درلود د ازبکستان هېواد له خوا د اعلان شویو مرستو د کارولو پر څرنګوالي خبرې وشوې.
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د غونډې له ګډونوالو وغوښتل، چې د ازبکستان له مرستو څخه د استفادې په اړه خپل نظریات وړاندې کړي، څو هغه هېواد ته د متخصصینو یو پلاوی واستوي او پر دې موضوع خبرې وکړي، څو له دې مرستو څخه په سمه توګه ګټه واخیستل شي.
په دې غونډه کې ګډونوالو د ازبکستان هېواد له خوا د لپاره د مرستو د کڅوړو د اعلان په اړه خپل نظریات او وړاندیزونه وړاندې کړل او ټینګار یې وکړ چې د هغه هېواد اقلیم له افغانستان سره مطابقت لري او د پستې د بڼونو جوړولو، د پنبې په برخه کې څېړنه او غلو دانو، سبو او د څاڅکي اوبوخور په اړه باید خبرې اترې ووشي.
باید وویل شي، چې د ازبکستان هېواد اعلان کړی، چې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو لکه بڼوالۍ، اوبولګولو، سبو او غلو دانو په برخه  کې همکارۍ ته چمتو دی.

تدویر جلسه مشورتی جهت استفاده از بسته‌های زراعتی کشور ازبکستان
۲۲ عقرب ۱۴۰۲ هـ.ش
جلسه به سرپرستی مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت با حضور روساء، مشاوران و متخصصان سکتور زراعت به منظور بحث روی چگونگی استفاده از کمک‌های اعلان شده کشور ازبکستان برگزار شد.
معین زراعت و مالداری از حاضران مجلس خواست که نظریات شان را پیرامون استفاده از کمک‌های کشور ازبکستان ارائیه نمایند تا در چارچوب آن هیئتی از متخصصان به آن کشور اعزام و در مورد موضوع صحبت نمایند تا از کمک‌ها استفاده بهتر صورت گیرد.
در این مجلس حاضران نظریات و پیشنهادات خویش را در مورد اعلان بسته‌های کمکی کشور ازبکستان مطرح نموده و تاکید نمودند که اقلیم آن کشور با افغانستان همخوانی داشته و می‌تواند در بخش احداث باغ‌های پسته، ترویج و تحقیق پنبه، غله‌جات، سبزیجات و آبیاری قطره‌ای گفتگو شود.
قابل ذکر است که کشور ازبکستان اعلان نموده که آماده ‌است در بخش‌های مختلف چون باغداری، آبیاری، سبزیجات و غله‌جات افغانستان را همکاری نماید.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۳۰
Background image

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ په نندارتون کې د څه باندې ۲۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ۷۴ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

۲۵ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
په کابل کې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د نړۍوال نندارتون له پای ته رسېدو سره هم‌مهاله، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې رییس، خان. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۴:۵۷
Background image

د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال له لوري د تخار د کرنې ریاست د فعالیتونو ارزونه

۲۵ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر تخار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې ریاست. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۶
Background image

د ننګرهار په کوټ ولسوالی کې ۳۰ اړمنو کورنیو ته دوه کلنې بلاربې خوسکۍ ووېشل شوې

۲۵ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «ډانیډا»مؤسسې  په مالي ملاتړ، د کوټ ولسوالی ۳۰. . .

بازگشت