د ازبکستان له چارواکو سره د کرنې وزیر لیدنه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۱۹
دیدار وزیر زراعت با مقامات کشور ازبکستان 

۲۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر، مولوي عطاءالله عمري د ازبکستان د اندیجان ولایت له والي عبدالرحمنوف شخرتک، په کابل کې د ازبکستان له سفیر اویبک عثمانوف او د هغه هېواد له یو شمېر سوداګرو د لیدنې په ترڅ کې د دوه‌اړخیزو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې اترې وکړې.
په دې لیدنه کې مهم موضوعات، له ډلې له افغانستان څخه د غوښې صادرات، د ازبکستان له لوري د کرنیزو وسایلو برابرول، د ترانزیټي اسانتیاوو رامنځته کول، د چرګوړو (چوزو) او نطفه‌لرونکو هګیو واردات، اصلاح‌شوي تخمونه او د حیرتان په بندر کې د قرنطین مرکز جوړول تر بحث لاندې ونیول شول. دواړو لورو همداراز د ګډو هوکړو له لارې د اوږدمهالو موخو پر ترلاسه کولو ټینګار وکړ.
د کرنې وزیر د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ او ویې ویل، افغانستان چمتو دی چې له ازبکستان سره په ګډه کرنیز محصولات تولید، پروسس او د سیمې بازارونو ته صادر کړي. نوموړي همدارنګه د ازبکستان له چارواکو وغوښتل، څو د سوداګرو لپاره لا زیاتې ترانزیټي اسانتیاوې برابرې کړي.
په همدې حال کې، د اندیجان ولایت والي له افغانستان څخه ازبکستان ته د غوښې د صادراتو له پیل څخه هرکلی وکړ او دا یې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام وباله. نوموړي همدارنګه د کرنیزو وسایلو پر برابرولو او د اقتصادي موخو د ترلاسه کولو لپاره د ګډو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
د کرنې وزیر زیاته کړه، چې د ترسره شویو هڅو په پایله کې ازبکستان او ایران ته د غوښې صادرات په منظم ډول پیل شوي، خو د دغو صادراتو زیاتوالی لا ډېرو پانګونو او د مالدارۍ معیاري فارمونو جوړولو ته اړتیا لري. نوموړي د دواړو هېوادونو له خصوصي سکتور وغوښتل، چې د بازار اړتیاوو پوره کولو او د ګډې سوداګرۍ د پراختیا لپاره نږدې همکاري وکړي.
دا لیدنه په داسې حال کې ترسره کېږي، چې تېره اوونۍ هم د افغانستان او ازبکستان د سوداګرو ترمنځ د فرغانې په ښار کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا په موخه هوکړه‌لیک لاسلیک شوی و.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

بلخ کې د شېدو راټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «ډي‌سي‌اې» مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ او د بلخ ولسوالی د کرنیزو خدمتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونه وېشل کېږي

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اوآرډي». . .

بازگشت