د ازبکستان د اوبو د تنظیم ښوونځي او انستیتوت څخه د کرنې وزیر لیدنه

user-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۷ - ۱۰:۵۰
بازدید وزیر زراعت از مکتب و انستیتوت تنظیم آب در ازبکستان


۲۷ وری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۸ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر، مولوي عطاءالله عمري، د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د ازبکستان پلازمېنې تاشکند ښار ته تللی او هلته یې د اوبو د تنظیم او اوبولګولو له یوه تخصصي ښوونځي او انستیتوت څخه لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې، د ازبکستان د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال هم د افغانستان د کرنې له وزیر سره مل و. د دواړو هېوادونو پلاوو د یاد روزنیز مرکز له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه او د اوبو د سپما او د اوبولګولو د میکانیزه کولو په برخه کې یې د همکاریو د پیاوړتیا هوکړه وکړه.
یاد ښوونځی چې د ازبکستان د اوبو او انرژۍ وزارت تر چتر لاندې فعالیت کوي، زده‌کوونکو ته د تحقیق او ترویج په فارمونو کې نظري او عملي زده‌کړې ورکوي.
د یادونې وړ ده، چې د افغانستان د کرنې وزارت هم پر ورته طرحه کار کړی، چې کانسپ یې بشپړه شوې او د پلي کېدو لپاره یې د ازبکستان د همکاریو غوښتنه کړې. د ازبکستان مسؤلینو په دې برخه کې د لازمو همکاریو ډاډ ورکړی.
همداراز، د کرنې وزیر او ورسره پلاوي د باراني اوبو د زېرمه کولو لپاره له جوړ شوي یوه چکدم څخه هم لیدنه کړې.

بازدید وزیر زراعت از مکتب و انستیتوت تنظیم آب در ازبکستان
۲۷ حمل ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی عطاالله عمری، وزیر زراعت، آبیاری و مالداری امارت اسلامی افغانستان، در جریان سفر رسمی‌اش به کشور ازبکستان از یک مکتب و انستیتوت تخصصی تنظیم آب و آبیاری در شهر تاشکند بازدید نمود.
در این بازدید، معین وزارت انرژی و آب ازبکستان نیز وزیر زراعت افغانستان را همراهی می‌کرد. هیأت دو کشور از بخش‌های مختلف این نهاد آموزشی بازدید کرده و در مورد تقویت همکاری‌ها در زمینه صرفه‌جویی و میکانیزه‌سازی آبیاری به توافق رسیدند.
این مکاتب که زیر نظر وزارت انرژی و آب ازبکستان فعالیت دارند، آموزش‌های نظری و عملی را به‌گونه هم‌زمان در فارم‌های تحقیقاتی و ترویجی ارائه می‌کنند.
قابل ذکر است که وزارت زراعت افغانستان نیز روی طرح مشابهی کار کرده که کانسپ آن نهایی شده و در خصوص تطبیق آن خواهان همکاری کشور ازبکستان شده است. مسؤولان ازبکستانی در این زمینه اطمینان لازم را ارائه کرده‌اند.
همچنان، وزیر زراعت و هیأت همراه از یک چکدم احداث‌شده برای ذخیره آب باران نیز دیدن کردند.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۱۲
Background image

کندهار کې د ۶.۱ میلیون افغانیو په ارزښت د ۱۵ شنو خونو د جوړولو چارې پیل شوې

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د ملګرو ملتونو ملتونو د پراختیای ادارې  «یو ان دی پی »په مالي ملاتړ، د سولې بنسټ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۹
Background image

د کرنې وزارت له‌خوا پوهنې وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه 

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۵
Background image

ننګرهار کې سلګونو کورنیو ته د شنو خونو جوړولو او سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
دننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې  «اف‌اې‌او»په مالي او د نوي مشورتي او مرستندویه. . .

بازگشت