د اروزګان چهارچینو کې د امارتي ځمکې د غصب مخه ونیول شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱/۱۴ - ۱۱:۴۷
د اروزګان چهارچینو کې د امارتي ځمکې د غصب مخه ونیول شوه

د اروزګان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت د چهارچینو ولسوالی اړوند د ساخر امارتي دښته کې د ۲۰ جریبه امارتي ځمکې د غصب مخه نیول شوی دی.
د چارواکو په خبره د اروزګان ولایت د چهارچینو ولسوالی د ساخر دښته چې یوه دولتي دښته ده یوشمېر کسانو غوښتل، چې ددې دښتې نږدې ۲۰ جریبه ځمکه غصب کړي، چې د چهارچینو ولسوالی د کرنې مدیریت کارکوونکو له خوا یې مخه نیول شوی دی.
باید وویل شي، چې د اروزګان ولایت د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټه تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو ځمکو د غصب مخه نیولی او ترڅنګ یې ډېر غصب شوي ځمکې بېرته راګرځولي دي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۰
Background image

کندهار کې د بزګر او مالدار ورځې په مناسبت ځانګړي پروګرامونه ترسره شول؛ د ۱.۳ میلیونه ډالرو پراختیایي پروژې لاسته راوړنې شریکې شوې

۹ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د ملګرو ملتونو د نشه‌یي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې نړۍوالې ادارې «یوان‌اوډي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۰
Background image

د کندهار ارغستان کې د ۱.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت چکډېم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۹ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار ولایت د ارغستان ولسوالی په «میوو» سیمه کې د ۱.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو زېرمه کولو یو چکډېم، د بشپړې تخنیکي څارنې او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۸:۲۵
Background image

د کرنې وزیر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له رییس سره وکتل

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر، مولوي عطاءالله عمري، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام «یواین‌ډي‌پي» له رییس او استازي، سټیفن رودریګز، سره وکتل او د کرنې، اوبو. . .

بازگشت