د اروزګان مرکز ترینکوټ کې حيواني درمل پلورنځي او کلينيکونه وڅارل شول

user-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۸ - ۱۱:۱۰
د اروزګان مرکز ترینکوټ کې حيواني درمل پلورنځي او کلينيکونه وڅارل شول


۲۸ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۸ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اړوند د څارويو د روغتيا آمریت استازو ددې ولایت مرکز ترینکوټ کې د څارویو د روغتیا، او مالدارۍ مديريت له لورې، د ترینکوټ په مربوطاتو کې دحيواني درمل پلورونکو هټيو او کلينيکونو څخه څارنه او کنټرول ترسره شو.
  د دغه کنټرول موخه د بې کيفيته او تاريخ تېرو  درملو  پلورمخنیوي، په خپل سر د هټيو پرانستل او د غير قانونې درمل او واکسینونو د واردولو مخنيوي دی.
ددې کنټرول په پايله کې يو شمېر هغه هټۍ  او کلينيکونه چې د فعاليت جواز وخت يې تېر و او یایې جوازونه نه درلودل سپارښتنه ورته وشوه چي خپل  جوازونه واخلی او یایی  نوي کړي. او ترڅنګ يې يوه اندازه تاريخ تېر درمل ورڅخه راټول شول.
 همدارنګه  سپارښتنې ورته وشوې چې په راتلوونکې کې د غير معياري هټيو د پرانستلو، د بې کيفيته درملو او واکسینو د پلور او واردولو څخه په کلکه ډډه وکړي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۳:۷
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال هلمند ولایت ته سفر وکړ

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر هلمند ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له مرستیال. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۰:۵۶
Background image

د هلمند د کرنې ریاست نوی رییس په رسمي ډول معرفي او خپله دنده یې پیل کړه

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق 
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د نوي رییس، قاري محمدنسیم «عبدالرحمن» د معرفي په موخه غونډه ترسره شوه، چې په کې د کرنې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۹:۵۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس د ازبیکستان او روسیې له یو شمېر سوداګرو سره وکتل

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري په مشرۍ، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې. . .

بازگشت