د اراضۍ په برخه کې د ستونزو د حل په پار ننګرهار ته د ځمکو چارو لوی رییس سفر

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۱ - ۹:۵۱
د اراضۍ په برخه کې د ستونزو د حل په پار ننګرهار ته د ځمکو چارو لوی رییس سفر

دکرنې، اوبولګولو اومالدارۍ وزارت د ځمکوچارو لوی رییس مولوی محمود مظلوم ننګرهار ولایت ته دخپل سفر په ترڅ کې ددې ولایت د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد، قضایایې امارت امر، د اراضۍ اړوند امرینواومدیرانو سره د ستونزو حل په موخه ناسته ترسره کړه.
په دې ناسته کې د ننګرهار کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد د اراضۍ امریتونو اړوند ستونزې، لاسته راوړنې او راتلونکي پلانونو په تړاومعلومات ورکړ.
د ننګرهار دکرنې رییس په ننګرهار کې د غصب مخنیوي، د ۷ غیر رسمي کمپونو سروې، د کدستري نقشو د نوي چاپول، ننګرهار کې د ځمکو عمومي سروې، د کدستري کتابونو نوي چاپول،  اجارو او ګڼو نورو موضوعاتو په هکله ستونزې شریکې کړې.
په همدې حال کې د کرنې وزارت د ځمکو چارو لوی رییس مسولینو ته د قانون په چوکاټ کې د کارونو پرمخ وړولو، عدالت تامین، مراجعینو ستونزو ته ژر رسیدنې، فساد مخنیوی او د اصولو د پابندۍ سپارښتنې وکړي.
دغه راز ښاغلي مظلوم یادو چارواکو ته د اراضۍ په برخه کې د شته ستونزو حل په موخه د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت