د اراضۍ لوی ریاست؛ لوګر او کاپیسا کې د ځمکو د تثبيت چارې بشپړې شوې

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۳۰ - ۱۵:۲۰
د اراضۍ لوی ریاست؛ لوګر او کاپیسا کې د ځمکو د تثبيت چارې بشپړې شوې

۳۰ مرغومې ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۹ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم په اساس صنعت او سوداګرۍ وزارت لپاره د هېواد په کچه په هر ولايت کې د زر جريبه ځمکې د تثبيت او انتقال په پار د صنعتي پارکونو د جوړولو په موخه د لوګر او کاپيسا په ولایتونو کې د ځمکو تثبيت چارې بشپړې شوې.
په دغه پروګرام کې، چی د کرنې وزارت د اراضۍ لوی ریاست لخوا په لاره اچول شوی په یادو ولایتو کې په داسې حال کې، چې د اراضۍ لوی ریاست چارواکو او د یادو ولایتونو د کرنې، کور او ښارجوړونې، اطلاعاتو او کلتور، ښاروالۍ، مصتوفیت، کانونو او پټروليم او صنعت او سوداګرۍ ریاستونو مسؤلين شتون درلود د يادې ځمکې د تثبيت اسنادونه په رسمي بڼه لاسلیک او دغه سندونه به د نورو اجراادآتو په موخه مرکز ته واستول شي.
په دغو غونډو کې د یادو ولایتونو مسؤلينو په دغو ولایتونو کې ددغه مسؤلیت د پایلې څخه خوښي څرګنده کړه او دا کار يې د هېواد د پرمختګ، آبادی او هېواد والو ته د کار د زمينې برابرولو په برخه کې ښه اقدام وباله.
د يادونې ده، چې ددغو ځمکو اسناد به د نور کړنو لپاره مرکز ته واستول شي ترڅو د کرنې وزارت د اراضۍ ادارې لخوا ځمکه په قانوني توګه صنعت او سوداګرۍ وزارت ته انتقال شي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۳۸
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د افغانستان د کرنې او مالدارۍ نړۍوال نندارتون د چمتووالي له بهیر څخه لیدنه وکړه

١٨ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٥ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، په حضوري چمن کې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ نړۍوال. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۳۴
Background image

پکتیکا کې د بروسلوز پر وړاندې د واکسین کمپاین پیلېږي

١٨ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٥ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د خوړو نړیوال سازمان (WFP) په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز شرنه او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۳۰
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال فراه ولایت ته سفر وکړ

١٨ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٥ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر د یوه پلاوي په مشرۍ فراه ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت له. . .

بازگشت