د اجمیر کانال د بیارغونې په پار تخنیکي غونډه دائره شوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۷/۱۵ - ۱۰:۲۹
د اجمیر کانال د بیارغونې په پار تخنیکي غونډه دائره شوه

د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان په مشرۍ د کرنې، مالیې، ټولګټو او دفاع وزارتونو او استخباراتو ریاست د رییسانو په حضور کې د کابل په ښار کې د اجمیرکانال د بیارغونې د  په موخه تخنیکي غونډه دائره شوه.
دغه غونډه، چې د کرنې په وزارت کې دائره شوې وه په کې د کابل ښار د اجمیر کانال د ترمیم پاکارۍ، د کانال نقشه او ددې کانال پر اهمیت خبرې اترې او د نظرونو تبادله ووشي.
د غونډې ګډونوالو د موضوع په اړه خپل نظرونه شریک کړل او د کرنې وزارت د اوبولګولو دمرستیال له لوري یو پلاوی وګومارل شو چې د موضوع د بېلابېلو اړخونو د څیړلو او څارنې په موخه دې موضوع وڅېړي او په اړه یې راپور چمتو کړي، چې د افغانستان د اسلامي امارت مشرتابه ته وړاندې شي.
د اجمير کانال د محمودخان پله له سيمې پيلېږي او له نهمې ناحيې څخه د ده سبز پر لوري تېرېږي او د يادې ولسوالی ځمکې خړوبوي. دغه کانال څه باندې څلویښت کاله مخکې جوړ شوی او بیارغونې ته اړتیا لري. د کابل ښاروالۍ په پام کې لري، چې دغه کانال بیا ورغوي څو خلک ترې سمه ګټه پورته کړي.

جلسه تخنیکی به منظور بازسازی کانال اجمیر دایر گردید
جلسه تخنیکی به منظور بازسازی کانال اجمیر به سرپرستی مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با اشتراک روسائی از وزارت زراعت، فواید عامه، مالیه، دفاع، و استخبارات برگزار شد.
 این جلسه که در وزارت زراعت برگزار شده بود در آن  پیرامون چگونگی ترمیم و پاک کاری کانال اجمیر شهر کابل، نقشه کانال و اهمیت این کانال بحث و تبادل نظر صورت گرفت.
 کانال اجمیر از ساحه پل محمود خان آغاز و از مسیر ناحیه ۹ گذشته به سمت ده سبز می‌رود و زمین‌های آن ولسوالی را تحت پوشش آبیاری قرار می‌دهد این کانال حدود ۴۰ سال پیش اعمار شده بود و نیاز به ترمیم دارد.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

د کرنې وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق پر چټکتیا ټینګار وشو

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق بهیر د چټکتیا په موخه غونډه د یاد وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۵۷
Background image

د پکتیکا مرکز ښرنه کې پر لسګونو بزګرانو د سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د «اکشن اېډ» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۲
Background image

کندهار کې د ۱.۳ میلیونه ډالرو په ارزښت د کوکنارو بدیل کښتونو پروژه بشپړه شوه؛ زرګونه بزګران او مالداران تر پوښښ لاندې راغلل

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار ولایت په څلورو ولسوالیو کې د ۱.۳ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د کوکنارو بدیل کښتونو د پراختیا او د بزګرانو او مالدارانو د. . .

بازگشت