د آمو پنځمې سیندیزې حوزې سکټوري پروژې له خوا په درېوو ولایتونو کې ۱۸ آبرېزې جوړیږي

content_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۹/۱۶ - ۱۴:۴۷
د آمو پنځمې سیندیزې حوزې سکټوري پروژې له خوا په درېوو ولایتونو کې ۱۸ آبرېزې جوړیږي

۱۶ لیندۍ ۱۳۹۹
د آمو پنځمې سیندیزې حوزې د سکټوري پروژې چارواکي وایي، چې ددې پروژې له لارې سږکال د تخار، بدخشان او کندز په ولایتونو کې ۱۸ ابرېزې جوړیږي.
له دې ډلې د ۹ آبرېزو رغنیزې چارې بشپړ او د ۹ نورو هغو رغنیزې چارې تر ۶۵ سلنه بشپړ شوي دي.
دغه آبرېزې د سېلابونو د ویجاړیو مخنیوي، د خاورې خوندیتوب، د کانالونو د ویجاړیو مخنیوي، د کرنیزو ځمکو ساتنه، د سیمې د اوسیدونکو د عوایدو کچه لوړول او د کلني عایداتو د کچې لوړولو په موخه دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د اسیایي پراختیا یي بانک په همکارۍ جوړیږي.
د یادو آبرېزو ترڅنګ د کندز، تخار او بدخشان په ولایتونو کې د اوبولګولو ۱۰۷ ټولنې هم جوړې شوي دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۸:۵۹
Background image

د کرنې وزیر: افغانستان له ازبیکستان سره د کرنیزو همکاریو او ګډې پانګونې پراختیا ته چمتو دی

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر، مولوي عطاءالله عمري، په تاشکند کې د وچې په منځ کې د راګېر هېوادونو، د خوړو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۳:۴
Background image

د امام ابوحنیفه (رح) په پنځم ملي او نړۍوال نندارتون کې دکرنې او مالدارۍ مرستیال ګډون 

۱۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د امام ابوحنیفه (رح) په پنځم ملي او نړۍوال نندارتون کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۹:۵۳
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر د ازبیکستان د کرنې وزارت په رسمي بلنه تاشکند ته ورسېد

۱۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، د ازبیکستان د کرنې وزارت په رسمي بلنه، د دې هېواد پلازمېنې. . .

بازگشت