د آمو سیند په غاړه له تخریب شویو سیمو څخه د ارزونې پلاوی د بلخ والي سره وکتل

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۹ - ۹:۲۴
دیدار هیئت بررسی تخریبات اطراف دریای آمو با والی بلخ

د کرنې وزیر مولوی عطاءالله عمري به مشرۍ د آمو سیند په غاړه له تخریب شویو سیمو څخه د ارزونې پلاوی بلخ ولایت ته د سفر په ترڅ کې د بلخ والي سره وکتل.
دکرنې وزیر مولوی عطاءالله عمري د تخریباتو د مخنیوی پر اهمیت خبرې وکړې او زیاته یې کړه: «کومې سیمې چې موږ وکتل د سیند تخریبات ډېر دی، او اساسي پاملرنې ته اړتیا لري اسلامي امارت هم اساسي تحکیماتو ته ژمن دی، زموږ په آند د لا تخریباتو د مخنیوی په پار باید اساسي تحکیم کاري او دوامداره څارنې او حفاظت تر سره شي.»
د سرحدات، اقوام او قبایلو چارو وزارت مرستیال مولوی محمد اسماعیل بلخ ولایت ته د یاد پلاوی د سفر موخه او جزیاتو په هکله معلومات وړاندې کړل او له دوی څخه یې وغوښتل، چې له یاد پلاوی سره دې خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړي: «د کابینې د پرېکړې پر اساس موږ د آمو سیند پر غاړه د تخریباتو د ارزونې په پار راغلي یو، د چاه آب ولسوالی څخه مو پیل او د جوزجان ولایت د خماب ولسوالی پورې مو تخریب شوي سیمې له نږدې وکتل، چې له بده مرغه د تخار، کندز، بلخ او جوزجان په ولایتونو کې ډېرې کلي او کرنیزې ځمکې تخریب شوي دي او یا د تخریب تر ګواښ لاندې دي، چې د مخنیوي په پار یې اساسې کړنو ته اړتیا ده.»
مولوی محمد اسماعیل د یادو سیمو د زیانمنو اوسیدونکو د ډېرو ستونزو په هکله خبرې وکړې او ویې ویل: «د ا.ا.ا په جدي توګه ژمن دی، چې خلکو ته چوپړتیاوې وړاندې کړي، او انشاالله د یادو سیمو زیانمنو اوسیدونکو هم د ستونزې د حل په پآر داوطلبانه همکاریو ته چمتو دي.»

دیدار هیئت بررسی تخریبات اطراف دریای آمو با والی بلخ
هیئت بررسی تخریبات اطراف دریای آمو تحت ریاست مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت به ولایت بلخ سفر کرده و با والی بلخ دیدار کردند.
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت در مورد اهمیت جلوگیری از تخریبات صحبت کرده و افزود« در ساحاتی که ما مشاهده کردیم تخریبات دریا بسیار زیاد است و نیاز به توجه اساسی دارد که امارت اسلامی نیز مصمم بر تحکیمات اساسی می‌باشد و به نظر ما باید تحکیم کاری اساسی و حفظ مراقبت دوام‌دار به منظور جلوگیری از تخریبات بیشتر انجام شود».
مولوی محمد اسماعیل معین وزارت امور سرحدات، اقوام و قبایل در مورد جزییات و هدف سفر ه‍یئت به ولایت بلخ معلومات ارائه کرده و خواستار ی شریک سازی نظریات و پیشنهادات‌شان شد « ما مطابق فیصله کابینه به خاطر بررسی تخریبات اطراف دریای آمو آمده‌ایم و از ولسوالی چاه آب شروع کردیم و الی ولسوالی خماب ولایت جوزجان ساحات تخریب شده را از نزدیک مشاهده کردیم که متاسفانه بسیاری قریه‌ها و زمین‌های زراعتی در ولایت‌های تخار، کندز، بلخ و جوزجان تخریب شده و یا در خطر تخریب قرار دارند که برای جلوگیری از آن نیاز به کارهای اساسی می‌باشد».
مولوی محمد اسماعیل از مشکلات وافر باشنده‌گان متضرر شده سخن زده و گفت «تعهد ا.ا.ا مبنی بر خدمت‌گذاری به مردم جدی می‌باشد و انشالله که باشنده‌گان مناطق متضرر شده نیز در رفع این مشکل داوطلبان همکار آمد».

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۴۶
Background image

د خوست دکرنې ریاست؛ د سپېرې ولسوالی د خامه سړک د بیارغونې پروژه په بریالیتوب بشپړه شوه

۱۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هلوځلو، د سپېرې ولسوالی د کرنیزو چارو عمومي مدیریت تر مستقیمې څارنې لاندې، د «اکشن اېډ». . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۴۵
Background image

پکتیا کې یو شمېر زده کړیالانو ته د لابراټوار په برخه کې د عملي او نظري زده کړو پروګرام پیل شو

۱۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا پوهنتون د کرنې پوهنځی د حیواني علومو څانګې ۲۵ تنه زده کړیالان د عملي زده کړو (پرکتیک دورې) د ترسره کولو په موخه د پکتیا د کرنې،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۰:۴۶
Background image

د کوکنارو بدیل کرکیلې په پار د کندهار په دوو ولسوالیو کي پر لسګونه بزګرانو د پنبې تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شول

۱۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه، د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزي نړۍوال ادارې په مالي ملاتړ او. . .

بازگشت