د آمو سیند د څنډو د پياوړتیا په اړه د افغانستان او ازبکستان ترمنځ ناسته وشوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۸:۳۹
د آمو سیند د څنډو د پياوړتیا په اړه د افغانستان او ازبکستان ترمنځ ناسته وشوه

د افغانستان اسلامي امارت د پلاوي، چې مشري يې د کرنې وزیر مولوي عطاءالله عمري کوله، د ازبکستان هېواد د پلاوي سره، چې مشري يې د ازبکستان د اوبو وزیر شوکت همرایوف کوله،  د آمو سیند د څنډو د پياوړتیا په اړه  په بلخ ولایت کی ناسته وشوه.
په دې ناسته کې د آمو سیند د تخریباتو، اوبو پر کموالي د اقلیمي تغییراتو اغېزې او د آمو سیند د څنډو د پیاوړتیا او د لا نورو تخریباتو د مخنیوي په اړه د افغانستان اسلامي امارت او د ازبکستان د جمهوریت د مسوولینو ترمنځ بحث او د نظر تبادله وشوه.
دغه ناسته د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په کوربتوب د بلخ ولایت په حیرتان ښارګوټي کې ترسره شوه، چې په هغې کې د افغانستان له لوري مولوي عطاءالله عمري د کرنې وزیر، محمد یوسف وفا د بلخ والي، عبدالحق همکار د کورنیو چارو وزارت مرستیال، مجیب الرحمن عمر د انرژۍ او اوبو وزارت مرستیال، ابراهیم حکمت د اقتصادي کمیسیون رئیس، شفیع اعظم د بهرنیو چارو وزارت استازی، د دفاع وزارت او اداري چارو استازو ګډون کړی و. له ازبکستان هېواد څخه په دې ناسته کې شوکت همرایوف د اوبو وزیر په مشري پلاوي، عصمت اکه د افغانستان په چارو کې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړی استازی او د هغه ملګرو ګډون کړی و.
دغه ناسته په داسې حال کې ترسره کېږي، چې هر کال د اقلیمي تغییراتو له امله د آمو سیند د اوبو زیاتوالی په موسم کې په افغانستان او ازبکستان کې زرګونه هکتاره کرنيزه ځمکه او سلګونه مسکوني کورونه د ويجاړولو سبب ګرځي.

نشستی میان افغانستان و ازبکستان پیرامون تحکیم کاری سواحل دریای آمو برگزار شد
نشستی میان هیئت امارت اسلامی افغانستان به رهبری مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت و هیئت کشور ازبکستان به رهبری  شوکت همرایوف وزیر آب کشور ازبکستان پیرامون چگونگی تحکیم کاری سواحل دریای آمو،  در ولایت بلخ برگزار شد. 
در این نشست پیرامون تخریبات دریای آمو، تاثیرات تغییر اقلیم بالای کاهش آب دریای آمو و چگونگی تحکیم کاری و جلوگیری از تخریبات بیشتر دریای آمو میان مسوولان امارت اسلامی افغانستان و جمهوری ازبکستان بحث و تبادل نظر صورت گرفت.
این نشست که به میزبانی امارت اسلامی افغانستان در شهرک حیرتان ولایت بلخ به منظور بحث روی چگونگی تحکیم کاری سواحل دریای آمو برگزار شده بود در آن  به نماینده گی افغانستان کمیته‌ای به رهبری مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، محمد یوسف وفا والی بلخ، عبدالحق همکار معین وزارت امور داخله، مجیب الرحمن عمر معین وزارت انرژی و آب ابراهیم حکمت رییس اقتصادی کمیسون اقتصادی و نماینده گان وزارت دفاع و اداره امور و به نماینده گی از کشور ازبکستان هیئتی با حضور  شوکت همرایوف وزیر آب و عصمت اکه نماینده خاص رییس جمهور کشور ازبکستان در امور افغانستان و همراهان شان اشتراک کرده بودند.
این نشست در حالی برگزار می شود که همه ساله ظغیان دریای آمو به دلیل تغیرات اقلیمی در فصل آب خیزی باعث تخریب هزاران هکتار زمین زراعتی و صدها خانه مسکونی در افغانستان و ازبکستان می‌گردد.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۴ - ۱۵:۲۱
Background image

خوست کې ۴۱۱ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوی تخم او کیمیاوي سره ووېشل شوه

۱۴ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
په خوست ولایت د علیشیرو او تریزیو ولسوالیو کې د بزګرانو د حاصلاتو لوړولو، کرنیزو فعالیتونو پیاوړتیا او اقتصادي وضعیت ښه کولو په موخه ۴۱۱ مستحقو. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۴ - ۱۵:۲۰
Background image

بلخ کې ۴۰۰ بزګرانو سره د عضوي سرې مرسته وشوه

۱۴ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
په بلخ ولایت کې د (ډبلیو ایچ ایچ) مؤسسې لخوا ۴۰۰ بزګرانو ته د ۶۴ زره کیلو ګرامه عضوي سرې (ملچ) مرسته ووېشل شوه. د وېش بهیر د خدمتونو عمومي مدیر. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۴ - ۱۵:۱۵
Background image

ننګرهار کې د ځنګلونو ساتنې په موخه شېرزادو او حصارک ولسوالیو چارواکو او قومي مشرانو سره سلا مشورې وشوې

۱۴ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس او د ځنګلونو ساتنې کمیټې مشر مولوي محمد ولي محسن او د کمېټې نورومسؤلینو شېرزاد او حصارک ولسوالیو. . .

بازگشت