دکندهار دکرنې رییس: د پنجوايي ټولې ځمکې دې تصفیه شي

user-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۲ - ۱۲:۱۸
دکندهار دکرنې رییس: د پنجوايي ټولې ځمکې دې تصفیه شي

دکندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوی فضل الباري فضلي پنجوایي ولسوالی ته د خپل سفر په ترڅ کې ددې ولسوالی له سیمه ییزو چارواکو او دکرنې ادارې له چارواکو او کارکوونکو سره په کتنه کې د دوی ستونزې او نظرونه واورېدل او پر یوشمېر مهمو موضوعاتو خبرې اترې وکړې.
دغه غونډه، چې د پنجوایي ولسوالی د کرنې په مدیریت کې دائره شوې وه، دکندهار دکرنې رییس الحاج مولوی فضل الباري فضلي ددې ولسوالی چارواکو ته سپارښتنه وکړه، چې د پنجوایي ولسوالی په کچه دې د ټولو امارتي ځمکو څارنه او ارزونه ترسره او غصب شوي ځمکې دې بېرته راوګرځوي. 
ښاغلی فضلي دغه راز ددې ولسوالی له چارواکو وغوښتل، چې د عشر او زکات په هکله خلکو ته عامه پوهاوی ورکړل شي او له خلکو سره په نرمښت او مناسب چلند وکړي.
مولو فضل الباري فضلي زياته کړه چې په یاده برخه کې دې د خلکو سره همکاري وشي او خلک وهڅول شي، تر څو خپله اسلامي او ایماني وجيبه ترسره کړي.
د کندهار دکرنې رییس دغه راز ددې ولسوالی د ځنګلونو او طبیعي سرچینو پر ساتنه هم ټینګار وکړ او له چارواکو څخه یې وغوښتل، چې د ځنګلونو د پرې کولو مخه دې ونیسي
په همدې حال کې د یادې ولسوالی چارواکو د کندهار دکرنې رییس ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ او ویې ویل، چې د یادو موضوعاتو په برخه کې نه ستړې کېډونکي هلې ځلې کوي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت