دکندز خان آباد کې لسګونو مالدارانو سره دڅارویو د خوراکي توکو مرسته وشوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۱۴:۴۹
دکندز خان آباد کې لسګونو مالدارانو سره دڅارویو د خوراکي توکو مرسته وشوه

د کندز ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د هالنډ کمیټې په همکارۍ د خان آباد ولسوالۍ پر ۱۰۰ مستحقو مالدارانو د څارویو خوراکي توکي ووېشل.
دغه خوراکي توکي په هغو ۱۰۰ بې وزلو او مستحقو مالدارانو ووېشل شول، چې مخکې د کرنې ریاست او د یادې ادارې له خوا سروې او پېژندل شوي وو، چې د کرنې چارو د مدیریت د کارکوونکو او د یاد دفتر د استازي په حضور کې پر دوی ووېشل شوو، چې په دغه پروګرام کې هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کیلوګرامه د څارويو خوراکي توکي ورکړل شوو.
د دې وېش په لړ کې د کرنې د چارو د عمومي مدیریت کارکوونکو له خوا مالدارانو ته د څارویو د خوراکي موادو د دوی د مالونو د تغذیې په برخه کې د کارولو په اړه ګټور معلومات او لازمې لارښوونې ورکړې او همدارنګه د هالنډ د کمیټې له مسوولینو څخه د کرنې او مالدارۍ په سکتور کې د فعالیتونو او خدماتو په پار مننه او قدردانې وکړه.
په ورته وخت کې هغه مالداران چې د څارویو له خوراکي توکو څخه برخمن شوي د دغه ډول مرستو له پلي کېدو خوښي څرګنده کړه او د لا زیاتو مرستو غوښتنه یې وکړه.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت