دکرنې وزیر د FAO او د نړیوال بانک د کرنې چارواکو سره وکتل

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۴ - ۱۱:۵
دیدار وزیر زراعت با مسوولان FAO  و زراعت بانک جهانی

۱۴  لېندۍ ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۱ جمادي اﻷول ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست وزیر مولوی عطاءالله عمري په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دخوړ او کرنې ادارې «FAO» استازی ریچارډ ټرانچارډ او د نړیوال بانک دکرنې برخې استازې مېرمن نټالیا او رامز سره د کتنې په ترڅ کې د همکاریو پر دوام او پر نویو پروژو خبرې اترې وکړې.
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست وزیر مولوی عطاءالله عمري په دې کتنه کې وویل: «د افغانستان خلک همکارۍ ته اړتیا لري، او غوره لار یې کرنه ده، افغانستان حاصل خېزه ځکه، ډېرې اوبه او دکرنې لپاره مناسبه هوا لري، خو ډېر لږ امکانات لري.»
مولوی عمري زیاته کړه: «زموږ بزګران دکرکیلې، حاصل ټولولو او بازار ته د محصولاتو د وړاندې کولو په برخه کې په ابتدایي ډول کار کوي، موږ باید په معیاري بڼه کرکېله وکړو، په اسټنډرډ ډول حاصلات راټول او په مصوون ډول یې بازار ته وړاندې کړو.»
په همدې حال کې د نړیوال بانک دکرنې مسوول مېرمن نټالیا په دې کتنه کې وویل: «نړیوال بانک کې زموږ لومړیتوب کرنه او دفغانستان خلک دي، موږ غواړو چې خپل کاري محدودیتونه لرې کړو، او د کروندګرو تولیدات ډېر کړو، خو اوس زموږ ډېری تمرکز په اوبولګولو دی، ترڅو د افغانستان ځمکنۍ اوبو او وچکالۍ ته په کتو د لمریزو واټرپمپونو له لارې د اوبولګولو چارې تنظیم کړو.»
دغه راز په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «FAO» استازی ریچارډ ټرانچا د همکاریو پر دوام د ټینګار ترڅنګ وویل: «د لنډ مهالو مرستو ترڅنګ افغانستان بنیادي او اوږدمهالو مرستو ته اړتیالري، دملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره به په سخطو شرایطو کې له تاسو سره وي، ۷۰ سلنه مرستې دنړیوال بانک له خوا ترسره کېږي او زموږ د همکارانو له خوا پلي کېږي.»
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره «FAO» د ملګرو ملتونو یو تخصصي اداره ده، چې د لوږې سره د مبارزې نړیواله مبارزه رهبري کوي. ددې ادارې موخه د خوړو خوندیتوب او د فعال او سالمه ژوند لپاره باکیفیته خوړو ته د خلکو لاس رسی دی.

دیدار وزیر زراعت با مسوولان FAO  و زراعت بانک جهانی
۱۳ قوس ۱۴۰۱ ه‍.ش
مولوی عطأالله عمری، وزیر زراعت، آبیاری و مالداری با ریچارد ترانچارد نمایندۀ "FAO" در افغانستان، خانم نتالیا نماینده زراعت بانک جهانی و رامز دیدار کرده روی ادامه همکاری‌ها و راه اندازی پروژه‌های جدید بحث گفتگو نموده است.
مولوی عطأالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در این دیدار گفت:« مردم افغانستان در سطح جهان نیاز به‌ همکاری دارد و راه بهتر آن زراعت است، افغانستان دارای زمین حاصل‌خیز، آب فراوان و هوای مناسب برای زراعت می‌باشد؛ اما امکانات کمتر دارد.»
مولوی عمری افروده است:« دهاقین ما اساسا در بخش کشت، جمع‌آوری و عرضه محصولات به‌بازار به‌شکل ابتدایی کار می‌کنند، ما باید معیاری کشت کنیم، استندرد جمع‌آوری نماییم و مصوون به بازار عرضه نماییم.»
خانم نتالیا مسوول زراعت در بانک جهانی در این دیدار گفت:« در بانک جهانی اولویت ما زراعت و مردم افغانستان است، ما می‌خواهیم محدودیت‌های کاری ما را دور بسازیم، و تولید زارعین را بیشتر نماییم، اما حالا تمرکز بیشتر ما بالای آبیاری است، تا از طریق سولر پمپ‌ها با توجه به آب زیر زمینی افغانستان و خشک‌سالی‌های اخیر تنظیم گردد.
ریچارد ترانچارد نمایندۀ "FAO" در افغانستان با تاکید بر ادامه همکاری‌ها گفت:« با وجود کمک‌های کوتاه مدت اما افغانستان نیاز به کمک‌های طویل‌المدت و بنیادی است، سازمان جهانی غذای ملل متحد در موقع سخت همراه شما خواهد بود، ۷۰ فیصد کمک‌های از طریق بانک جهانی صورت می‌گیرد و توسط همکاران ما تطبیق می‌شود.
سازمان غذا و کشاورزی (FAO)  یک نهاد تخصصی ملل متحد است که تلاش‌های بین‌المللی برای مبارزه با گرسنگی را رهبری می کند. هدف این سازمان تامین امنیت غذایی برای همه و اطمینان از دسترسی مردم به غذای با کیفیت بالا برای داشتن زندگی فعال و سالم است.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۷
Background image

نورستان کې د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د پرونز او ډیوي کلیو ترمنځ د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال، چې د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» په مالي ملاتړ، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۰:۴۹
Background image

پنجشېر کې ۶۰۰ بزګرانو لپاره د اقلیمي بدلون په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست، د خپل کلني پلان پر بنسټ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۶:۳۵
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د بوټو ساتنې او قرنطین ریاست له فعالیتونو څارنه وکړه

۲۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل د بادام‌باغ په څېړنیز فارم کې د بوټو ساتنې او قرنطین. . .

بازگشت