دکرنې وزیر د فاریاب ولایت د علماوو شورا له رییس سره وکتل

mail-admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۳ - ۹:۵۴
دکرنې وزیر د فاریاب ولایت د علماوو شورا له رییس سره وکتل

۳ مرغومې ۱۴۰۱ه‍.ش
۱ جُمادیَ الثّاني ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست وزیر مولوی عطاءالله عمري فاریاب ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې له مشرانو او مخورو سره د لیده کاته په لړ کې ددې ولایت د علماوو شورا رییس شیخ مولوی حیات الله او ددې شورا له یوشمېر غړو سره وکتل.
په دې کتنه کې دکرنې وزیر د فاریاب ولایت له علماوو وغښتل، چې دکرنې وزارت سره په کاري برخو کې همکاري وکړي، او په خپلو خطبو کې د ځمکې د غصب مخنیوي، د طبیعي سرچینو خوندیتوب او د ټولګټو تاسیساتو د خوندیتوب په هکله دې تبلیغ وکړي.
په دې کتنه کې، چې د فاریاب ولایت یوشمېر جید علما هم شتون درلود، دکرنې وزیر د ټولنې په اصلاح کې د علماوو پر اساسي ونډې ټینګار وکړ، او له دوی څخه یې وغوښتل، چې د افغانستان خلکو او چارواکو ته دې په بېلابېلو برخو کې لازمې سپارښتنې وکړي.
دکرنې وزیر د فاریاب ولایت د بزګرانو، بڼوالو او مالدارانو د ستونزو د هوارولو او له امارتي سیمه ییزو چارواکو سره د لیده کاته په پار فاریاب ولایت ته سفر کړی دی.

دیدار وزیر زراعت با رییس شورای علماء فاریاب 
۳ قوس ۱۴۰۱ هـ.ش
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در جریان سفرش به ولایت فاریاب به سلسله دیدار‌های قبلی با شیخ مولوی حیات الله رییس شورای علما و شماری از اعضای آن دیدار کرد.
در این دیدار وزیر زراعت از علما ولایت فاریاب خواست تا در بخش‌های کاری وزارت زراعت با این وزارت همکاری نمایند و در خطبه‌های شان در مورد جلوگیری از غصب زمین، حفاظت از منابع طبیعی و حفاظت از تاسیسات عامه تبلیغ نمایند.
در این دیدار که شماری از علمای جید و برجسته ولایت فاریاب نیز حضور داشتند وزیر زراعت تاکید بر نقش اساسی علما برای اصلاح جامعه کرده و از آنها خواست تا در بخش‌های مختلف برای مسوولین و مردم افغانستان توصیه‌های لازم را انجام دهند.
وزیر زراعت از چندی بدینسو به منظور دید و بازدید با مسوولان محلی دهقانان و مالدارن ولایت فاریاب جهت حل مشکلات دهقان و مالداران ولایت فاریاب به آن ولایت سفر کرده است.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال له‌خوا د کندز د کرنې ریاست ارزونه

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، کندز ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۱۳
Background image

د ننګرهار هسکه مېنه کې د واټرشیډ او کانال جوړولو چارې روانې دي؛ ۸۰۰ جریبه ځمکه به خړوبه شي

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډنمارک د کډوالو شورا «ډي‌ارسي» په مالي ملاتړ، د هسکې مېنې ولسوالی د خم کلي د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۹:۱۰
Background image

د هلمند دکرنې رییس صنعتکارانو ستونزې واورېدې

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس قاري محمدنسیم «عبدالرحمن» د خپل کار په دفتر کې د دغه ولایت له لسګونو صنعتکارانو او سوداګرو. . .

بازگشت