دکرنې وزیر د ترکیې (HAKSIAD) مرستندوی بنسټ چارواکو سره وکتل

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۴ - ۱۵:۱۷
دکرنې وزیر د ترکیې (HAKSIAD) مرستندوی بنسټ چارواکو سره وکتل

۱۴  لېندۍ ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۱ جمادي اﻷول ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوی عطاءالله عمري د ترکیې (HAKSIAD) مرستندوی بنسټ رییس فکري قراییل سره وکتل.
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاءالله عمري په دې کتنه کې وویل: «د څو کلونو جګړې په ترڅ کې د افغانستان خلک ډېر شهیدان ورکړي دي، له یوې کورنۍ حتا تر لسو کسان شهید شوي دي او دا مرستې او همکارۍ ته اړتیا لري، له کورنیو سره د مرستې یوه لاره کرنه ده، ترڅو دوی ته د کار زمینه برابره شي.»
په همدې حال کې د ترکیې (HAKSIAD) مرستندوی بنسټ رییس فکري قراییل (Fikri KARAIL) دکرنې وزارت د خبرو په تایید وویل: «موږ افغانستان ته په متفاوتو سترګو ګورو، موږ په پام کې لرو چې د هرې کورنۍ لپاره چې شهید ولري لس وري ووېشو ترڅو د پالنې له لارې یې خپل اقتصاد جوړ کړي.»
د ترکیې (HAKSIAD) مرستندوی بنسټ  د جګړې یتیمانو او شهیدانو کورنیو سره د مرستې ترڅنګ په نورو برخو کې هم فعالیت کوي، یاد بنسټ په څو اړخیزو برخو په ځانګړې توګه دکرنې په برخه کې پر همکاریو ژمنه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د افغانستان خلکو سره همکاري کوي او په افغانستان کې خپل فعالیتونو ته ادامه ورکوي.

دیدار وزیر زراعت با مسوولان (HAKSIAD) نهاد مدد رسان ترکی
۱۴ قوس ۱۴۰۱ هـ.ش 
مولوی عطا الله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری با فکری قراییل رییس (HAKSIAD) نهاد مدد رسان ترکی دیدار و گفتگو نمود.
مولوی عطالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در این دیدار گفت:" مردم افغانستان در طی چند سال جنگ شهید زیادی داده اند، از یک فامیل حتی ده نفر شهید شده است و این نیاز به کمک به همکاری دارند، یک از راه‌های کمک به فامیل‌ها کمک مستقیم و هم‌چنان از طریق زراعت است، تا شغل برای شان ایجاد گردد".
 در همین حال  فکری قراییل (Fikri KARAiL) رییس نهاد مدد رسان ترکی (HAKSIAD) با تایید صحتب‌های وزیر زراعت گفت:« ما به افغانستان به چشم متفاوت نگاه می‌کنیم، ما در نظر داریم برای هر فامیل که شهید شده است ده دانه گوسفند توزیع نماییم تا آن ‌را را ذبح نه بلکه پرورش دهند".
 (HAKSIAD) نهاد ترکی علاوه بر مدد رسانی برای یتیم‌ها و شهدای جنگ، در سایر بخش‌ها نیز فعالیت می‌نماید مسوولان این نهاد به‌همکاری چند جانبه به‌ویژه در بخش زراعت تعهد نموده و تاکید کردند که   با مردم افغانستان همکار خواهند ماند و فعالیت‌های شان در افغانستان ادامه می‌یابد.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال له‌خوا د کندز د کرنې ریاست ارزونه

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، کندز ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۱۳
Background image

د ننګرهار هسکه مېنه کې د واټرشیډ او کانال جوړولو چارې روانې دي؛ ۸۰۰ جریبه ځمکه به خړوبه شي

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډنمارک د کډوالو شورا «ډي‌ارسي» په مالي ملاتړ، د هسکې مېنې ولسوالی د خم کلي د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۹:۱۰
Background image

د هلمند دکرنې رییس صنعتکارانو ستونزې واورېدې

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس قاري محمدنسیم «عبدالرحمن» د خپل کار په دفتر کې د دغه ولایت له لسګونو صنعتکارانو او سوداګرو. . .

بازگشت