دکرنې وزیر د ترکیې ستر سوداګریز شرکت «موسیات» چارواکو سره وکتل

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۴ - ۱۵:۳۲
دکرنې وزیر د ترکیې ستر سوداګریز شرکت «موسیات» چارواکو سره وکتل

۱۴  لېندۍ ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۱ جمادي اﻷول ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست وزیر مولوی عطاءالله عمري د ترکیې ستر سوداګریز شرکت «موسیات» رییس فاتح بیک او یوشمېر چارواکو سره دکتنې په ترڅ کې پر سوداګریزو برنامو خبرې اترې وکړې.
ددې شرکت د چارواکو په خبره موسیات، ستر سوداګریز شرکت دی، چې د کانونو، لمریزې انرژۍ، اوبولګولو، مالدارۍ، کرنه، کیمیاوي سرې، بذري تخمونو او د څاڅکي سیسټم اوبولګولو په برخه کې د نړۍ په څه باندې ۹۰ هېوادنو کې فعالیت لري.
په دې کتنه کې د موسیات شرکت رییس فاتح بیک وویل: «موږ راغلي یو چې تر مطالعې وروسته پآنګونه وکړو، خو تاسو یې موږ ته زمینه برابره کړئ.»
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر وویل: «له ترکیې سره زموږ مناسبات له پخوا ښه دي، هیله لرو چې د سوداګرۍ په برخه کې لا ښه شي او زموږ محصولات په مستقیمه توګه زموږ له هېواد څخه و پېرل او نړیوال بازار ته لار پیدا کړي، اوس چې امنیت ټینګ دی لوی سوداګریز شرکتونه کولای شي، چې دکرنې په برخه کې پانګونه وکړي.»
مولو عمري دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په بېلابېلو برخوکې پر پانګونې د ټینګار ترڅنګ وویل، چې موږ د کار او سوداګرۍ زمینه برابروو، د افغانستان د اوصولو مطابق د کار زمینې هم تاسو او هم نورو خلکو ته چې ګټور وي برابروو.
دکرنې وزارت مشرتابه هلې ځلې کوي، چې په بېلابېلو برخو کې ملي او نړیوال پانګوال وهڅوي، چې دکرنې او مالدارۍ د ودې په برخه کې پانګونه وکړي.

وزیر زراعت با مسوولان «موسیات» شرکت بزرگ تجارتی ترکی دیدار کرد
۱۴ قوس ۱۴۰۱ هـ.ش
مولوی عطاالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری با فاتح بیک و شماری از  مسوولان «موسیات» شرکت بزرگ تجارتی ترکی دیدار کرده و روی برنامه‌های تجاری بحث و گفتگو کردند.
به‌گفته مسوولان این شرکت، موسیات یک شرکت بزرگ تجارتی است که در بخش‌های معادن، انرژی سولر، آبیاری، مالداری، زراعت، کودکیماوی، تخم بذری و سیستم قطره‌ای آبیاری در بیش از 90 کشور جهان فعالیت دارد.
فاتح بیک رییس شرکت موسیات در این دیدار گفت:« ما آمده‌ایم تا پس از مطالعه سرمایه گذاری کنیم، اما زمینه آن را شما برای ما مساعد بسازید».
مولوی عطاالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری گفت:« مناسبات ما از قبل با ترکیه خوب بوده توقع داریم در بخش تجاری خوب‌تر گردد و محصولات ما مستقیم از کشور ما خریداری و به‌ بازار جهانی راه پیدا کند، حالا که امنیت برقرار است شرکت‌های تجارتی بزرگ می‌توانند در بخش زراعت سرمایه گذاری کنند».
مولوی عمری، با بیان سرمایه گذاری در بخش‌های مختلف زراعت، آبیاری و مالداری گفته است، ما زمینه کار و تجارت را فراهم می‌کنیم، زمینه‌های کاری مطابق اصول در افغانستان که هم برای شما و هم برای مردم مفید باشد.
رهبری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در تلاش است سرمایه‌گذاران ملی و بین‌المللی را تشویق نماید تا در بخش‌های مختلف سرمایه گذاری و زمینه رشد را مهیا نمایند.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۴۲
Background image

د ننګرهار بڼوالۍ څېړنيز مرکز کې د لوکاټو پر ۱۲ ورايټيو کیفي څېړنې ترسره شوې

۲۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د څېړنو لوی مدیریت اړوند د بڼوالۍ څېړنيز مرکز کې د لوکاټو پر ۱۲ بېلابېلو ورايټيو کیفي څېړنې ترسره. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۴۱
Background image

ننګرهار کې د ملکيت حقونو د تثبيت کمېټې کار پیل کړ

۲۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد له لورې د بېلابېلو ادارو استازو په شتون کې دملکیت حقونو تثبيت کمېټې د کارونو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۳۰
Background image

نورستان کې پراخ کرنیز پرمختیایي فعالیتونه؛ لسګونه پروژې پلې او میلیونونه افغانۍ عواید راټول شوي

۲۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، د ۱۴۰۴ هجري لمریز کال په ترڅ کې یې د پراختیایي بودیجې او د همکارو مؤسسو په ملاتړ د. . .

بازگشت