دکرنې وزیر د ترکیې د معارف بنسټ له رییس سره وکتل

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۳ - ۱۰:۲۷
دیدار وزیر زراعت با رئیس بنیاد معارف ترکیه

دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاءالله عمري په افغانستان کې د ترکیې د معارف بنسټ له رییس علي کارګواز سره وکتل.
دا لیدنه چې دکرنې په وزارت کې په لاره اچول شوې وه، دکرنې وزیر د وروستي زلزلې له امله خپل د خواشینۍ پیغام د زلزلې قربانیانو سره شریک کړل او په افغانستان کې دکرنې او بڼوالۍ د یوشمېر فعالیتونو د پلي کولو او دکرنې او مالدارۍ د پراختیا په هکله خبرې وکړې.
مولوی عطاءالله عمري د وروستي زلزلې قربانیانو سره د خپل خواشینۍ تر څرګندولو وروسته وویل: «د ترکیې وروستي زلزلې د دوست هېواد ترکیې د زرګونو اتباعو د شهید او ټپي کېدو لامل شوی دی، د افغانستان خلک ستاسو په غم کې شریک دي اسلام واحد پیکر دی، که په کوم ځآی کې یو مسلمان زیانمن شي، بل مسلمان چې د هېواد په هر ګوډ کې وي خواشینۍ کېږي، د ترکیې په غمیزه کې موږ شریک وګڼئ، د ترکیې خلک مسلمانان دي، د اسلامي عقیدي ترڅنګ، ډېری مشترکات دي، چې د دواړو هېوادونو خلک له یوبل سره تړلي دي.»
په دې غونډه کې دغه راز د افغانستان په یوشمېر ولایتونو کې د شنو سیمو پر جوړولو هم خبرې وشوې، چې د ترکیې خلکو د قربانیو د تلپاتې سمبولونو په حیث به ثبت شي.
دا شنې سیمې د ترکیې دولت له خوا د کرنې وزارت په همکارۍ د افغانستان په څو ولایتونو کې د ترکیې هېواد د ۲۰۲۳ ام کال د زلزلې د قربانیو په پاس جوړېږي.

دیدار وزیر زراعت با رئیس بنیاد معارف ترکیه
مولوی عطاءالله‌عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری با علی کاراگوز، رییس بنیاد معارف ترکیه در افغانستان دیدار کرد. 
وزیر زراعت در این دیدار که در وزارت زراعت صورت گرفت پیام تسلیت را به قربانیان زلزله اخیر بیان کرده روی انکشاف زراعت و مالداری و تطبیق یک سلسله فعالیت‌های زراعتی و باغداری در افغانستان نیز صحبت نمودند.
مولوی عطاءالله عمری مردم با ابراز تسلیت با قربانیان زلزله اخیر گفت:" زلزله‌های اخیر در ترکیه باعث قربانی شدن هزاران نفر از اتباع کشور دوست ترکیه شد، مردم افغانستان در سوگ شما شریک است اسلام پیکر واحد می‌باشد، اگر یک نفر از مسلمانی در جایی آسیب می‌بیند، مسلمان دیگری در هر گوشه‌ای از جهان که باشد جگرخون می‌شود، ما را در غم مردم ترکیه شریک بدانید، شهرواندان ترکیه مردم مسلمان اند، در  کنار عقیده اسلامی، مشترکات زیادی است که مردم دو کشور را به هم پیونده‌داده‌است".
 در این دیدار روی ایجاد ساحات سبز در چندین ولایت افغانستان نیز صحبت گردید تا منحیث نماد‌های ماندگارِ قربانی‌های مردم ترکیه ثبت خواهد ماند.
این  ساحات سبز در همکاری وزارت زراعت و دولت ترکیه در چندین ولایت افغانستان و به پاس قربانی‌های مردم ترکیه در زلزله‌های سال ۲۰۲۳ ساخته می‌شود.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۳:۳۴
Background image

د کندهار درېیو ولسوالیو کې ۱۴۰ بیوزلو کورنیو ته د هګیو چرګې ووېشل شوې

۲۵ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۵ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د «ډې.آر.سې» ادارې په مالي ملاتړ، د بشري خیریه مؤسسې (او.ایچ.ډبیلو) په تخنیکي همکارۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۲:۲۷
Background image

کندهار کې د صنعتي پارک د جوړولو په پار ۵۰۰ جریبه امارتي ځمکه د صنعت او سوداګرۍ ریاست ته وسپارل شوه

۲۵ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۵ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د ا.ا.ا د زعیم عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی ورعاه د حکم له مخې، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست له لوري، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۲:۲۲
Background image

د کندهار بولدک کې د ځنګلي بوټو ناقانونه لېږد په پار څارنه وشوه

۲۵ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۵ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د بولدک ولسوالی د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو د امنیتي مسؤلینو سره په ګډه همکارۍ. . .

بازگشت