دکرنې وزیر د تخار والي سره وکتل

user-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۴ - ۲۰:۳۴
دکرنې وزیر د تخار والي سره وکتل


۱۴ مرغومې ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۱ جُمادیَ الثّاني ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاءالله عمري او له ده سره مل پلاوی د آمو سیند د تخریباتو د ارزونې په پار د یاد سیند پر غاړه پرتو ولایتونو ته د سفر په ترڅ کې د تخار ولایت ته ولاړل او د تخار والي مولوی ضیاءالرحمن مدني سره یې وکتل.
په دې کتنه کې، چې د تخار ولایت مرستیال والي او امنیه قومندان هم شتون درلود دواړو خواوو د ځمکې د غصب مخنیوی، د غصب شویو ځمکو بېرته راګرځول، او د تخار په ولایت کې دکرنې او مالدارۍ د ودې په پار د زمینې پر برابرولو خبرې اترې وکړې.
دکرنې وزیر تخار ولایت ته دخپل سفر موخه د ا.ا.ا د کابینې د پرېکړې پلي کول وبلل، چې پر بنسټ یې د تخار په ولایت کې د آمو سیند تخریب شوي سیمې تثبیت کېږي. ښاغلی عمري په دې برخه کې د تخار د سیمه ییزو چارواکو د همکارۍ غوښتونکی شو.
په همدې حال کې، د تخار والي مولوی ضیاءالرحمن مدني دکرنې وزیر او له ده سره مل پلاوی ته د هر راز همکاریو ډاډ ورکړ او د کابینې د پرېکړې د پلي کولو په پار اړوندو چارواکو ته لازمې سپارښتنې وکړې.
د ا.ا.ا د کابینې د پرېکړې پر اساس دکرنې وزیر مولوی عطاءالله عمري په مشرۍ د افغانستان اسلامي امارت لوړپوړي پلاوی، چې په کې د سرحدونو، اقوام او قبایلو وزارت، د انرژۍ او اوبو وزارت، د کانونو او پټرولیم وزارت، طبیعي پېښوته د رسېدنې وزارت مرستیالانو او د بهرنیو چارو وزارت، ملي احصایې او معلوماتو، پېښو ته د رسېدنې ادارې رییسانو او د یادو اداراتو یوشمېر فني انجنیرانو په کي ګډون لري د آمو سیند د تخریباتو د ارزونې په پار شمال ولایتونو ته سفر کړی دی.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د نندارتون د جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د افغانستان د نړۍوال نندارتونونو د مرکزي ادارې. . .

بازگشت