دکرنې وزیر د ام سي سي چینایي شرکت له رییس سره وکتل

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۹ - ۱۴:۱۲
دکرنې وزیر د ام سي سي چینایي شرکت له رییس سره وکتل

٢۹ لیندۍ ۱۴۰۲ه‍.ش
۷ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري د خپل کار په دفتر کې د «ام سي سي» چیناني شرکت له رییس خه شوپینګ سره چې د لوګر د عینکو مس د کان کېندنې قرارداد پر غاړه لري وکتل. 
په دې کتنه کې دواړوخواوو د لوګر د عینکو مس کان او د بامیان ولایت د حاجي ګک کان د شاوخوا ځمکې د استملاک او د کار پر مهال د یاد شرکت د اړتیا وړ اوبو په اړه خبرې وکړې.
د غونډې په پيل کې ښاغلي پنګ خبرې وکړې او ويې ويل، چې د کانونو کېندنې په برخه کې د دغه شرکت کار له ډېرې مودې راهيسې بند دی او دوی هڅه کوي چې ژر تر ژره خپل فعاليتونه بيا پيل کړي. د هغه په وينا، دوى د کار د پيل لپاره ځمکې او اوبو ته اړتيا لري او د کرنې له وزير څخه يې په يادو برخو کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
په ورته وخت کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري په خپلو خبرو کې د «ام سي سي» شرکت له لېوالتیا او پانګونې څخه مننه او د دغه شرکت له مسوولینو سره یې د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.
ښاغلی عمري دغه راز د ياد شرکت د ستونزو د هواري په موخه خپل نظرونه د ياد شرکت له پلاوی سره شريک کړل، څو ژر تر ژره د کانونو استخراج پیل کړي.
د چین د مټالورژي شرکت د فلزاتو او کانونو دولتي شرکت دی، چې دا مهال په لوګر ولایت کې د عینکو مس کان د استخراج قرار داد لري.

دیدار وزیر زراعت با رئیس شرکت چینایی ام سی سی
۲۹ قوس ۱۴۰۲ هـ.ش
مولوی عطاءالله‌عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در دفتر کارش با خه شوپینگ ‌رئیس شرکت چینایی ام سی سی (MCC) که قرارداد استخراج مس عینک لوگر را به عهده دارد ملاقات کرد.
در این دیدار دو طرف در مورد استملاک زمین‌های اطراف معدن مس عینک لوگر و معدن حاجی گک ولایت بامیان و آب‌های مورد نیاز شرکت متذکره  در جریان کار صحبت کردند.
در آغاز مجلس آقای پینگ صحبت نموده اظهار داشت که مدت طولانی می‌شود کار این شرکت در استخراج معادن متوقف است و در تلاش استند هرچه زودتر فعالیت شان را دو باره آغاز نمایند. به گفته وی برای آغاز کارشان نیاز به استملاک زمین و آب دارند و از وزیر زراعت خواستار همکاری در بخش های ذکر شده شد.
در همین حال مولوی عطاء الله ‌عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری  به ایراد سخن پرداخت و علاقه‌مندی و سرمایه‌گذاری شرکت (MCC)  اظهار تشکری نمود و در ضمن وعده هر نوع همکاری را به مسوولان این شرکت سپرد.
همچنان نظریاتش را جهت رسیدگی به مشکلات این شرکت به هیئت شرکت نامبرده شریک ساخت تا هرچه زودتر کار استخراج معادن را آغاز نمایند.
شرکت متالورژی چین (Metallurgical Corporation of China)  شرکت دولتی معادن و فلزات چینی است که در حال حاضر قرار داد استخراج معدن مس عینک ولایت لوگر را به عهده دارد.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۴ - ۱۵:۲۴
Background image

پکتیکا کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غونډه دائره شوه

۴ تله ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۲ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه‍.ق
پکتیکا کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غړو خپله غونډه دائره کړه.
د غونډې په پيل کې د پکتیکا دکرنې رییس او د کمېټې مشر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۴ - ۱۵:۲۲
Background image

روزګان کې د غوښینو چرګانو فارم لرونکو سره مرسته وشوه

۴ تله ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۲ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه‍.ق
د روزګان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د «اې،ډي،آی» مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت د غوښینو چرګانو فارم لرونکو سره د چرګانو د دانې مرسته وشوه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۴ - ۱۵:۲۲
Background image

فراه کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غونډه دائره شوه

۴ تله ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۲ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه‍.ق
فراه کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غړو د فراه د کرنې، ابولګولو او مالداری رییس مولوی شاه محمد حاجي سروري په مشرۍ د. . .

بازگشت