دکرنې وزیر د افغانستان د نندارتونونو د مرکز له رییس سره وکتل

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۴ - ۱۰:۳۸
دکرنې وزیر د افغانستان د نندارتونونو د مرکز له رییس سره وکتل

۱۴ کب ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۲ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري د خپل کار په دفتر کې د افغانستان د نړۍوالو نندارتونونو د مرکز له رییس محمد صابر لطیفي سره وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لورو کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو ته د بازار موندنې او په هېواد کې دننه او بهر د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو پلور ته د زمینې برابرولو په اړه بحث او د نظر تبادله وکړه.
د کرنې وزارت هر کال د افغانستان کرنیزو محصولاتو ته د بازار موندنې په موخه د کابل په بادم باغ کې پسرلنۍ او خزاني نندارتون په لاره اچوي او دغه راز پانګوالو ته دا زمینه برابروي، چې په نړۍوالو نندارتونونو کې د هېواد کرنیز او مالدارۍ محصولات نندارې ته وړاندې کړي.


دیدار وزیر زراعت با رییس مرکز نمایشگاه‌های افغانستان
۱۴ حوت ۱۴۰۲ ه‍.ش 
مولوی عطاءالله‌ عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در دفتر کارش با محمد صابر لطیفی رییس مرکز نمایشگاه‌های بین‌المللی افغانستان دیدار کرد.
در این دیدار دو طرف پیرامون بازاریابی محصولات زراعتی و  مالداری و فراهم سازی زمینه فروش تولیدات زراعتی و مالداری در داخل و خارج از کشور بحث و تبادل نظر کردند.
وزارت زراعت همه ساله  به منظور بازاریابی محصولات زراعتی نمایشگاه بهاری و خزانی را در بادم باغ کابل برگزار کرده و همچنان زمینه اشتراک سرمایه‌گذاران و به نمایش گذاری محصولات زراعتی و مالداری کشور را در نمایشگاه‌های بین‌المللی فراهم می‌نماید.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت