دکرنې وزير ولسي کتنې 

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۱ - ۸:۴۷
دکرنې وزير ولسي کتنې 

 دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزير مولوی عطاءالله عمري د خپل کار په دفتر کې د هېواد د بېلابېلو ولايتونو يوشمېر اوسيدونکو سره وکتل او د دوی ستونزې واورېدل.
په دغو ليدنو کې د بېلابېلو ولايتونو بزګران، مالداران، مخور، علما او يوشمېر اوسيدونکو خپلې ستونزې، وړانديزونه او نظرونه دکرنې له وزير سره شريک کړل او د خپلو ستونزو د حل په موخه د کرنې وزارت د رهبرۍ د پاملرنې غوښتونکي شول.
په ياد ليده کاته کې دکرنې وزير خلکو ته د چوپړتيا رسونې په موخه دکرنې وزارت د رهبرۍ پر ژمنتيا خبرې وکړې او د دوی دستونزو د حل۲۹ په موخه اړوندو چارواکو ته لازمې لارښوونې وکړې.
په ورته وخت کې د کرنې وزیر د لغمان او لوګر ولایتونو د کرنې له رئیسانو سره هم وکتل او د هغوی د فعالیتونو راپورونه، وړاندیزونه او ستونزې یې واورېدې.

دیدارهای مردمی وزیر زراعت
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در دفتر کاری‌اش با  شماری از باشنده‌گان ولایت‌های مختلف کشور دیدار کرده و مشکلات ‌شان را استماع نمود.
در این دیدارها دهقان، مالداران، متنفذین، علما و باشنده‌گان ولایت‌های مختلف کشور مشکلات، پیشنهادات و نظریات خویش را با وزیر زراعت شریک ساخته و خواستار توجه رهبری وزارت زراعت در حل مشکلات‌شان شدند.
وزیر زراعت در این دیدارها تعهد رهبری وزارت زراعت را مبنی بر خدمت رسان به مردم بیان کرده و هدایت لازم را جهت حل مشکلات‌شان مردم به مسوولان مربوطه سپرد.
در همین حال وزیر زراعت با رئسای زراعت ولایت‌های لغمان و لوگر نیز دیدار کرده و گزارش کارکردها، پیشنهادات و مشکلات ‌شان را استماع نمود.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۶:۷
Background image

د بزګر مېله او د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون د کابل د بادام‌باغ په څېړنيز فارم کې پرانيستل شو

۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د بزګر مېله او د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون د کابل د بادام‌باغ په څېړنيز فارم کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۰:۹
Background image

د هلمند څېړنیزو فارمونو کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۴ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندي، ددې ولایت د څېړنیزو فارمونو مسلکي انجنیرانو له لوري ددې ولایت دکرنې او مالدارۍ برخې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۹:۲۹
Background image

د هلمند مرکز لښکرګاه کې کروندګرو ته د نباتي افتونو د مخنیوي عملي روزنه ورکړل شوه

۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۴ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو امریت د بوټوساتنې او قرنطین لوی مدیریت مسلکي کارکوونکو د خپلو دوامداره. . .

بازگشت