دکرنې وزارت پلاوي د پکتیا مرستیال والي سره وکتل

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۹ - ۱۱:۳۲
دکرنې وزارت پلاوي د پکتیا مرستیال والي سره وکتل

۹ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
١۶ ربیع‌الاول ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت پلاوی هریوه مولوي حضرت محمد طیب، د ارزونې، استملاک او بیا میشتېدنې رییس، مولوي سید محمد سعید، د انتقال او وېش رییس، د استملاکي پروژو د همغږی رییس الحاج شاه جهان جلات په داسې حال کې، چې د پکتیا ولایت د کرنې رییس مولوي عبدالروف سعید یې ملتیا کوله د پکتیا مرستیال والي الحاج شیخ انعام الله صلاح الدین سره وکتل.
ددې کتنې په پیل کې د ارزونې، استملاک او بیا میشتېدنې رییس مولوي حضرت محمد طیب پکتیا ولایت ته د خپل سفر د موخې په اړه معلومات وړاندې کړل.
نوموړي وویل د دوی د سفر موخه په دې ولایت کې د زون په کچه د استملاک، تصفیې، کدستر، د ځمکو د انتقال او تبادله او دځمکې بانک په برخو کې د کارکوونکو لپاره د هغو د علمي ظرفیتونو د لوړولو په موخه د ورکشاپ جوړول دي، چې پر وینایې نیږدې ورځو کې به دائر شي.
ښاغلي طیب زیاته کړه، چې دغه ورکشاپ د هېواد په کچه په ټولو زونونو کې د کارکوونکو علمي ظرفیتونو د لوړولو په موخه د ځمکو چارو په حقوقي او تخنيکي برخو کې په لاره اچول شوی، چې په شمال، لوېديځ، او کندهار زونونو کې له دې وړاندې ترسره شوی او اوس مهال په سهیل ختیځ زون کې د پکتيا، خوست، غزني، او پکتیکا  ولایتونو کارکوونکو لپاره د پکتیا ولایت د کرنې،اوبولګولو او مالدارۍ ریاست کې دایرېږي، چې په یاده برخه کې یې د ولایتي ادارې د همکاریو غوښتنه وکړه.

وروسته د پکتيا مرستیال والي شیخ مولوي انعام الله صلاح الدین د کرنې، اوبو لګولو اومالدارۍ وزارت څخه راغلي پلاوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ د هر راز همکاریو ډاډ ورکړي.
 نوموړي دغه ډول روزنیز ورکشاپونه د کارکوونکو د پوهې او علمي کچې لا لوړولو په برخه کې خورا مؤثر یاد کړل او هغوی ته یې سپارښتنه وکړه، چې دغه پروګرام په خورا ښه ډول ترسره کړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت