دکرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د جوزجان ځنګل بڼ څخه لیدنه وکړه

user-admin
شنبه ۱۴۰۱/۶/۲۶ - ۱۶:۲۹


۲۶ وږی ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۰صَفَرالمظفّر ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوی فضل الباري فضلي جوزجان ولایت ته دخپل سفر په ترڅ کې د جوزجان ولایت ځنګل بڼ یا د ابن سینا څېړنیز فارم څخه لیدنه وکړه.
ددې لیدنې په ترڅ کې د یاد فارم چارواکو د خپلو فعالیتونو په هکله خبرې وکړې او ویې ویل، چې په دې بڼ کې ډول ډول مثمر او غیر مثمرې ونې شتون لري.
د جوزجان ولایت دکرنې رییس قاري عبادالله انصار د یاد فارم د فعالیتونو په هکله خبرې وکړې او ویې ویل: «ددې فارم مخینه نږدې ۱۰۰ کالو ته رسېږي، پراخوالی یې ۴۰۰ جریبه ځمکه ده، په دې فارم کې د ناجو، مورفان، مرسل ګل، دېواري بېد، انار، زردالو، آلو، بادام او پستې ونې او ترڅنګ یې علوفې او سابه کرل شوي دي.

معین مالی و اداری وزارت زراعت از جنگل باغ  جوزجان بازدید کرد
۲۶ سنبله ۱۴۰۱ هـ.ش
مولوی فضل الباری فضلی معین مالی و اداری وزارت زراعت در سفری به ولایت جوزجان از باغ جنگل باغ یا فارم تحقیقات زراعتی  ابن سینا دیدن کرد.
 مسوولان فارم در مورد فعالیت‌های شان صحبت نموده گفتند که انواع مختلفی از درختان مثمر و غیر مثمر در آن موجود است. 
قاری عباد الله انصار رئیس زراعت جوزجان در مورد فعالیت‌های فارم متذکره صحبت کرده و گفت"قدامت این فارم به  حدود ۱۰۰ سال میرسد و مساحت آن نیز ۴۰۰ جریب زمین است، درختان  ناجو، مورفان، گل مرسل، بید دیوار ، انار، زردآلو، آلو، بادام پسته و علوفه و سبزیجات در آن کشت شده است.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۸:۲۵
Background image

د کرنې وزیر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له رییس سره وکتل

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر، مولوي عطاءالله عمري، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام «یواین‌ډي‌پي» له رییس او استازي، سټیفن رودریګز، سره وکتل او د کرنې، اوبو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۵۱
Background image

ننګرهار کې د ۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت د «پامیر صحت» مجهز وټرنرۍ کمپلیکس ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۸ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د ننګرهار په ولایت کې د خصوصي سکټور له لوري د شاوخوا ۵۰ میلیونه افغانیو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۹:۴۳
Background image

کرنې وزارت کې د اداري لیکونو او دفتري مدیریت په اړه روزنیز پروګرام پیل شو

۸ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کارکوونکو چارو ریاست له لوري د دغه وزارت د مرکزي ادارو یو شمېر کارکوونکو ته د اداري مراسلاتو او. . .

بازگشت