دکرنې وزارت له خوا ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت ته په څلورو ولایتونو کې ځمکه انتقالېږي

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۶ - ۱۰:۷
دکرنې وزارت له خوا ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت ته په څلورو ولایتونو کې ځمکه انتقالېږي

۶ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۳ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې وزارت د اراضۍ لوی ریاست چارواکي وایي، چې په ارزګان، ننګرهار، هرات او میدان وردګو ولايتونو کې د باروړونکو موټرو د ترمينالونو د جوړولو په موخه د کرنې وزارت د اراضۍ لوی رياست لخوا د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت ته ځمکه انتقالېږي.
په همدې موخه ناسته کې چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست د ځمکو د انتقال او وېش په رياست کې جوړه شوې وه د ځمکو د انتقال او وېش رییس مولوي سید محمد سعید او د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د پروژو د پلانګذاری د تحقیق او تطبيق رییس داکتر رستم حفيظیار ګډون درلود.
ياده ځمکه د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د (۱۹۶) ګنې د ۱۹/۱۱/۱۴۴۵ نېټې په وړانديز او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د (۵۸۷۹) ګنې د ۱/۱۲/۱۴۴۵ نېټې حکم په اساس د اراضۍ لوی رياست لخوا د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ته انتقالېږي.
د یادې ځمکې د لېږد تړون د ارزګان، ننګرهار، هرات او میدان وردګو ولايتونو کې په (۳۲۲۹) جريبه ځمکه باندې د باروړونکو موټرو د ترمينالونو د جوړولو په موخه د اراضۍ ادارې د ځمکو د انتقال او وېش رییس مولوي سيد محمد سعيد او د ټراسنپورټ او هوايي چلند د پروژو د پلانګذاری د تحقیق او تطبيق رییس داکتر رستم حفيظیار د ترمنځ لاسلیک شو.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت