دکرنې وزارت د ځنګلاتو رییس ننګرهار کې د نیالګیو روزنځايونو څخه لیدنه وکړه
۹ لړم ۱۴۰۳ه.ش
۲۷ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه.ق
کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځنګلاتو رییس مولوي میرویس ذاکري ننګرهار ولایت ته دسفر په ترڅ کې په داسې حال کې، چې د ننګرهار دکرنې ریاست د طبیعي سرچینو آمر قاري کاهون عبدالرحمن او یوشمېر نورو چارواکو یې ملتیا کوله د فارم جدید او غلام حیدر خان نیالګیو روزنځايونو بېلابېلې برخې ولیدلې.
د ننګرهار د کرنې ریاست دطبیعي سرچینو امر قاري کاهون عبدالرحمن اتل د ځنګلاتو رییس ته د نیالګیو روزنځایو په برخه کې معلومات وړاندې کړل.
نوموړې وویل په یادو فارمونو کې مېوه لرونکي، بې مېوې او زینتي بوټي روزل کېږي او د کرنې وزارت د کړنلارو مطابق په ننګرهار کې ادارو او ولسونو ته وېشل کېږي.
ښاغلي اتل خپلي ستونزې او غوښتنې شریکې کړې.
په همدې حال کې د کرنې وزارت د ځنګلاتو رییس مولوي میرویس ذاکري مسؤلینو څخه د مننې ترڅنګ هغوی ته لازمې سپارښتنې وکړې.
ښاغلي ذاکري وویل، چې د ننګرهار نیالګیو امارتي روزنځایونو ستونزې او اړتیاوې په نښه او دحل لپاره به یې د کرنې وزارت مشرتابه او نورو مسؤلو چارواکو سره شریکې کړې.