دکرنې وزارت د ځمکو چارو رییس د لغمان، خوست او پکتيا ولايتونو د ځمکو د تخنيکي څانګو له آمرینو سره وکتل

user-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۵ - ۱۴:۳۷
دکرنې وزارت د ځمکو چارو رییس د لغمان، خوست او پکتيا ولايتونو د ځمکو د تخنيکي څانګو له آمرینو سره وکتل


۲۵ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۳ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو رییس مولوي محمود مظلوم، د اراضۍ ریاست په مقام کې د کدستر آمر انجنير احسان الله الهام او د لغمان، خوست او پکتيا ولايتونو د کرنې رياست د ځمکو د تخنيکي څانګو آمرینو سره په تنه کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې وکړې.
په دې کتنه کې د کرنې وزارت د ځمکو چارو رییس د لغمان، خوست او پکتيا ولايتونو څخه راغلي مسوولينو سره د هغو د  فعاليتونو او په ولايتونو کې د ستونزو په اړه له هغو سره خبرې وکړې.
دغه راز د لغمان، خوست او پکتيا ولايتونو څخه د ځمکوالۍ په برخه کې راغلي پلاوی په خپل وار سره په خپلو ولايتو کې د کارونو او شته ستونزو په اړه لکه د يو شمېر آمرینو د امتیازی معاشونو نشتوالی، د ځمکوالۍ په څانګه کې د نقلیه وسايطو نشتون، د دغه څانګې په کارونو کې د نورو ادارو بېځايه مداخلې او په ولاياتو کې د کارکوونکو د کموالي په اړه خبرې او خپل نظرونه يې د ځمکو چارو رییس سره شريک کړل.
په ورته وخت کې د کرنې وزارت د ځمکو چارو رییس مولوی محمود مظلوم ټولو مسوولينو ته لارښوونه وکړه، چې خپل ټول وړانديزونه دې په کتبي توګه د ځمکو چارو رياست ته واستوي تر څو موضوع د دغې ادارې له لارې د کرنې وزارت مقام سره شريک او په اړه يې سالمه پرېکړه وشي. نوموړي زیاته کړه له دې وروسته په ولايتونو کې د ځمکو څانګې له ټولو آمرينو سره د انټرنټ له لارې په ژوندۍ بڼه خبرې کوي تر څو د هغو  له دندو او فعاليتونو څخه معلومات ترلاسه کړي او همدارنګه که د هغو په دندو کې ستونزې وي ورته رسېدنه ووشي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۶:۱۵
Background image

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې پلاوي د کندهار څېړنیزو فارمونو څخه لیدنه وکړه

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» چارواکو د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کوهکران او سبو څېړنیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۶:۱۰
Background image

کندهار دوو ولسوالیو کي د ځنګلي بوټو ساتنې او پوهاوي په موخه څارنه ترسره شوه

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبري لاندي، د سپین بولدک او پنجوائې ولسوالیو د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو او د ځنګلونو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۶:۹
Background image

د کندهار ژړۍ کې ۱۳۰ اړمنو بزګرانو ته د جوارو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ، د کندهار کډوالو. . .

بازگشت