دکرنې وزارت د جیوديزي او تصفيې په برخه کې نوي ګمارل شوي کارکوونکو ته روزنيز ورکشاپ دایر شو 

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۵:۳۰
دکرنې وزارت د جیوديزي او تصفيې په برخه کې نوي ګمارل شوي کارکوونکو ته روزنيز ورکشاپ دایر شو 

۲۳ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۳ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ رياست د جیوديزي او کدستر او د ځمکو د تصفيې په برخه کې نوي ګمارل شوي کارمندانو ته روزنيز ورکشاپ دایر شو.
په دغه ورکشاپ کې، چې د اراضۍ ریاست په تالار کې جوړ شوی وو د نوي ګمارل شوي کارمندانو ترځنګ د استملاک او بيا مېشتېدنې عمومي رييس او د دغه ادارې کفیل مولوي عبدالعلي عمري، د جیوديزي او کدستر عمومي رياست سرپرست ملا عبدالظاهر امين، د جیوديزي او کدستر رييس مولوي عبدالصمد پاڅون، د تصفيې رييس مولوي نیاز محمد رهبر، د قبالو د اجرا او ثبت رييس مولوي حميم صادقي او د جیوديزي او تصفيې رياستونو آمرين هم ګډون درلود.
په پیل کې د اراضۍ ریاست د استملاک او بيا مېشتېدنې رييس مولوي عبدالعلي عمري او د جیوديزي او کدستر عمومي رياست سرپرست ملا عبدالظاهر امین په خپل وار د دغه ورکشاپ د ارزښت او د نوي کارمندانو له دغه ورکشاپ څخه د ښه ګټې اخیستنې په پار خبرې وکړې.
نوموړو وويل: «تاسې چې په دغه اداره کې نوي په دنده ګمارل شوي ياست کوښښ وکړئ هېواد والو ته د خدمت مصدر وګرځی او هېڅکله هم له خپل دندې او مسووليت څخه ناوړه استفاده ونکړی. له مراجعینو سره ښه چلند وکړئ او په خپلو دندو کې په پوره ايماندارۍ سره کار وکړئ. د ښوونکو زدکړو ته په پوره توګه پاملرنه وکړئ او که په هره برخه کې ستونزې لری له نوموړي ښوونکو څخه پوښتنه وکړی ترڅو په راتلونکي کې له ستونزو سره مخ نشی».


وزارت زراعت برای کارمندان جدی استخدام شده در بخش جیودوزی و تصفیه، ورکشاپ آموزشی برگزار کرد
۲۳ جدی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۳ رجب‌المُرجّب ۱۴۴۷ ه‍.ق
وزارت زراعت، آبیاری و مالداری برای کارمندان تازه استخدام شده در ریاست اراضی در بخش جیودوزی، کدستر و تصفیه، ورکشاپ آموزشی برگزار کرد.
این ورکشاپ که در تالار ریاست اراضی برگزار شد، علاوه بر کارمندان تازه‌ استخدام شده، با حضور رییس عمومی استملاک و و اسکان مجدد، کفیل مولوی عبدالعلی عمری، سرپرست رییس عمومی جیودوزی و کدستر ملا عبدالظاهر امین، رییس جیودوزی و کدستر مولوی عبدالصمد پاڅون، رییس تصفیه مولوی نیاز محمد رهبر، رییس اجرا و ثبت قباله مولوی حمیم صادقی و آمران ریاست‌های جیودوزی و تصفیه برگزار گردید.
در آغاز، رییس استملاک و جا‌به‌جایی ریاست اراضی مولوی عبدالعلی عمری و سرپرست رییس عمومی جیودوزی و کدستر ملا عبدالظاهر امین، به نوبت در مورد اهمیت این ورکشاپ و استفاده مؤثر کارمندان تازه‌گی‌گمارش شده از آن سخن گفتند.
ایشان گفتند: «شما که تازه در این اداره استخدام شده‌اید، تلاش کنید که منبع خدمت به مردم شوید و هرگز از وظایف و مسوولیت خود سوء استفاده نکنید. با مراجعه‌کنندگان برخورد شایسته داشته باشید و در انجام وظایف خود با صداقت کامل کار کنید. به آموزه‌های استادان با دقت توجه کنید و در صورت مواجه شدن با هرگونه مشکل، از همان استادان پرسش کنید تا در آینده با مشکلات مواجه نشوید.»

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۶:۴۱
Background image

د ننګرهار سپین غر کې د ایستوي کانال جوړولو چارې په چټکۍ روانې دي


۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ، د «اکټېډ» مؤسسې له لوري د سپین غر ولسوالی د کوشتل کلي د ایستوي کانال د جوړولو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۶:۲۸
Background image

د ننګرهار مومندره کې لسګونو بزګرانو ته د کرنیزو محصولاتو د روزنې او پالنې په برخه کې روزنه ورکړل شوه


۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ او اقتصاد ریاستونو په همغږۍ، د ماشوم ساتني نړۍوالې مؤسسې په مالي لګښت او د افغانستان د بیا رغونې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۴۱
Background image

بادغیس ولایت ته د کرنې وزارت د مالدارۍ او حیواني روغتیا د لوی رییس سفر 

۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالدارۍ او حیواني روغتیا لوی رییس مفتي ذاکرالله ذاکر بادغیس ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت. . .

بازگشت