دکرنې وزارت او د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت ترمنځ د ځمکې د لېږد تړون لاسلیک شو

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۵ - ۱۰:۴۱
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست او ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت ترمنځ؛ د۹۱۴ جریبه ځمکې د لېږد تړون لاسلیک شو.

دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست او ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت ترمنځ؛ د۹۱۴ جریبه ځمکې د لېږد تړون لاسلیک شو.
دغه تړون د کرنې وزارت د ځمکو چارو لوی رییس محمود مظلوم او د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د کابل د سړکونو عمومي رییس مولوی جنت ګل ترمنځ د ځمکو د تنظيم او وېش رییس مولوي سید محمد سعید او د ټرانسپورت وزارت د پلانګذارۍ د تحقیق او تطبیق رییس ډاکټر رستم حفیظیار په شتون کې لاسلیک شو.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو لوی ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د ۱/۱۲/۱۴۴۵ نېټې د (۵۸۷۹) ګنې فرمان له مخې د کابل ولايت د پغمان په ولسوالۍ کې د اکټرونیکي دروازو او ټرانسپورټي ترمینلونو جوړولو په موخه د ۹۱۴ جریبه ځمکې د لېږد تړون د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت سره لاسلیک شوی دی.
دکرنې وزارت د ځمکو چارو ریاست د چارواکو په خبره ددې تړون له مخې د کابل ولایت د پغمان په ولسوالی کې د الکټرونیکي دروازو او ټرانسپورټي ترمینلونو جوړولو په پار ۹۱۴ جریبه ځمکه د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت ته لېږدول کېږي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت