دکرنې وزارت او د سټنډرډ ملي ادارې ترمنځ د ځمکې د لېږد تړون لاسلیک شو

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۲ - ۱۱:۲۶
دکرنې وزارت او د سټنډرډ ملي ادارې ترمنځ د ځمکې د لېږد تړون لاسلیک شو

۲ وری ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۱ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست او د سټنډرډ ملي ادارې «انسا» ترمنځ؛ دپنځه جریبه ځمکې د لېږد تړون لاسلیک شو.
دغه تړون د کرنې وزارت د ځمکو د تنظیم او وېش رییس مولوی سید محمد سعید او د سټنډرډ ملي ادارې «انسا» مالي او اداري مرستیال مولوی محمدعبدالله ترمنځ لاسلیک شوی دی.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو لوی ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د ۹۹۸ ګنې فرمان له مخې د ځمکو چارو عمومي ریاست لخوا د خوست په ولایت کې د لابراټوار او کمپلکس جوړولو په موخه د سټنډرډ ملي ادارې ته د پنځه جریه ځمکې د لېږد تړون لاسلیک شو.
دکرنې وزارت د ځمکو چارو ریاست د چارواکو په خبره ددې تړون له مخې د خوست په ولایت کې د لابراټوار او کمپلکس جوړولو په موخه پنځه جریبه ځمکه د سټنډرډ ملي ادارې ته لېږدول کېږي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت