دکرنې وزارت اداري غونډه دائره شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۲/۲۶ - ۱۵:۲۸
دکرنې وزارت اداري غونډه دائره شوه

۲۶ غویی ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۶ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاءالله عمري په مشرۍ او ددې وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوی فضل الباري فضلي، مرکزي رییسانو او د کرنې وزارت د یوشمېر چارواکو په ګډون دکرنې وزارت ادارې غونډه دائره شوه.
په دې غونډه کې پر کرنیزو اصلاح شویو تخمونو، مرکزي احصایې سره پر اړیکو او هوکړې، په شمالي ولایتونو کې د ملخانو د آفت مخنیوي، د مور پتدار کنټرول، د کرنې وزارت په همغږۍ بزګرانو او مالدارانو سره د ډونرانو ملاتړ، د سوداګریزو بندرونو د قرنطینې سرټفکېټونو، اجاره ورکونې او یاد د اجاره ورکونې د قراردادونو لغو کول، کډستر او ستونزې یې، او د اجناسو او توکو پېرلو باندې خبرې اترې وشوې.
دکرنې وزیر مولوی عطاءالله عمري د کرنې وزارت د یوشمېر رییسانو د ستونزو او ننګونو تر اورېدو او ځواب ورکولو وروسته وویل: «هر ریاست باید خپلو مکلفیتونو او مسوولیتونو ته په کتو بیا کتنه وکړي، د ادارې اړتیاوو ته په کتو دې خپلې طرحې، پلانونه، ننګونې او لاسته راوړنې جوړ او د وزارت مقام ته دې ولېږل شي.»
عمري زیاته کړه: «د علوفې د قاچاق مخنیوی، د پسرلي موسم د حاصلاتو دقیقې شمېرې راټولول، د اړتیا وړ مازادو غنمو پېرلو څرنګوالی او د دویم فصل د حاصلاتو دقیقه شمېره دې بررسي شي.»
د ستونزو حلولو، د وړاندیزونو وړاندې کولو، د غوره چوپړتیاوو وړاندې کولو او د بزګرانو ستونزو ته د رسېدنې په پار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مشرتابه له چارواکو سره هر اوونۍ ادارې غونډه دائروي.

جلسه اداری وزارت زراعت برگزار شد
۲۶ ثور ۱۴۰۲ هـ.ش
جلسه اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به رهبری مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری به اشتراک مولوی فضل‌الباری فضلی معین مالی و اداری رییسان مرکزی و شماری از مسوولان وزارت زراعت زراعت برگزار شد.
طرح تخم‌های اصلاح شده بذری، ایجاد روابط و تفاهم با احصاییه مرکزی، جلوگیری از آفات ملخ در ولایات شمال، کنترول مور پت‌دار، حمایت دونرها  با دهقانان و مالداران در هماهنگی با وزارت زراعت، سرتیفکیت قرنطینه بندرهای تجارتی، اجاره‌دهی و یا لغو قراردادهای اجاره‌دهی، کدستر و مشکلات آن، میکانیزه و خریداری اجناس و لوازم از موضوعات محور بحث این جلسه بوده است.
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت با سمع و پاسخ به مشکلات و چالش‌های شماری از ریاست‌های وزارت زراعت گفت:" هر ریاست راجع به مسوولیت و مکلفیت‌های خود تجدید نظر نماید، دست‌آوردها، طرح‌ها، پلان‌ها و چالش‌ها را مطابق نیاز اداره تهیه به مقام وزارت مواصلت ورزند."
عمری افزوده است: جلوگیری از قاچاق علوفه، جمع‌آوری آمار دقیق حاصلات فصل بهاری، چگونگی خریداری نیاز مازاد گندم و ارقام دقیق حاصلات فصل دوم بررسی شود.
رهبری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری هفته‌وار جلسه اداری را به‌منظور حل مشکلات، ارایه پیشنهادات، ارایه بهتر خدمات و رسیده‌گی به مشکلات دهاقین با مسوولان برگزار می‌نماید.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۷:۲۰
Background image

د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو په نندارتون کې د سوداګرو ترمنځ د لیدنې «بي۲بي» پروګرام ترسره شو

 

۵ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۸ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د سوداګرو ترمنځ د لیدنې «بي۲بي» پروګرام د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د څلور دېرشم نندارتون په لړ کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۷:۴۱
Background image

پکتیا کې د کرنې ریاست په همغږۍ سلګونو بزګرانو سره د اړینوتوکو مرسته وشوه

د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د سره صلیب موسسې له لوري د ډنډ پټان ولسوالی د مقبل حسین خېل په کلي کې د کرنیزو فعالیتونو د پیاوړتیا په موخه یو مهم پروګرام. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۴:۳۴
Background image

دکرنې او مالدارۍ مرستیال د کابل د بادام‌باغ نندارتون په څنډه کې د اروپايي ټولنې د اقتصادي چارو مرستیال سره وکتل


۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل په بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د څلور. . .

بازگشت