دکرنې د پراختیا صندوق (ADF) د عالي شورا غونډه دائره شوه
۱ غبرګولی ۱۴۰۲ه.ش
۲ ذو القعدة ۱۴۴۴ ه.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني په مشرۍ دکرنې د پراختیا صندوق (ADF) د عالي شورا غونډه دائره شوه.
دا غونډه، چې ددې صندوق د مدیره پلاوي په ګډون دائره شوې وه، مشرتابه پلاوي د خپلو فعالیتونو راپور له ګډونوالو سره شریک کړل.
په دې غونډه کې، د اسلامي امارت اقتصادي شورا د مشرتابه استازی هم شتون درلود، او ددې صندوق د راتلونکو فعالیتونو لپاره خبرې اترې او دنظرونو تبادله وشوه.