دکرنې او مالدارۍ مرستیال د کندز ولایت دکرنې کارکوونکو سره وکتل

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۴ - ۹:۲۱
دکرنې او مالدارۍ مرستیال د کندز ولایت دکرنې کارکوونکو سره وکتل

دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني کندز ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې ددې ولایت دکرنې ریاست له چارواکو او کارکوونکو سره په کتنه کې د دوی ستونزې او وړاندیزونه واورېدل.
 دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدر اعظم عثماني په داسې حال کې، چې د کندز د ولسوالیو د کرنې چارواکو هم شتون درلود  د دوی د ستونزو تر اورېدو وروسته اړوندو چارواکو ته د شته ستونزو دحل په پار لازمې لارښوونې وکړې.
دکرنې او مالدارۍ مرستیال دکرنې او مالدارۍ عمومي وضعیت ارزونې، د کرنیزو تاسیساتو پرانیستلو، دکرنې د براختیا صندوق د وکالې او مرابحې چوپړتیاوو پیلولو، د ملخانو آفت پر وړاندې د مبارزې کمپاین او د څارویو د پوستکي ناروغۍ د کامپاین د نظارت او ارزونې په پار کندز ولايت ته سفر کړی دی. 
ددې لیدنې په ترڅ کې د کرنیزو تخمونو د تصدیق ورکونې رییس مولوی صدیق الله رحماني، د مالدارۍ او حیواني روغتیا لوی رییس مفتي ذاکرالله، دکرنې د پراختیا صندوق (ADF) رییس انجنیر عبدالغفور غفاري او دکرنې او مالدارۍ مرستیال سلاکار مولوی ګل حضرت د کرنې وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدر اعظم عثماني ملتیا کوله.

دیدار معین زراعت و مالداری با کارمندان زراعت کندز 
مولوی صدر اعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت در جریان سفر به ولایت کندز با رییس و کارمندان ریاست زراعت کندز دیدار کرده و مشکلات شان را استماع نمود.
در این دیدار که کارمندان ریاست زراعت در ولسوالی‌های ولایت کندز نیز حضور داشتند معین زراعت و مالداری گزارش‌فعالیت‌ها، مشکلات و پیشنهادات کارمندان زراعت را استماع نموده به مسوولان مربوطه هدایات لازم را جهت حل مشکلات شان سپرد.
معین زراعت و مالداری به منظور بررسی وضعیت کلی زراعت و مالداری، افتتاح بهره برداری تاسیسات زراعتی، آغاز خدمات وکاله و مرابحه صندوق وجهی انکشاف زراعتی، نظارت از کمپاین مبارزه علیه آفت ملخ و کمپاین تطبیق واکسین بیماری جلدی حیوانات به ولایت کندز سفر کرده است.
در جریان این دیدار مولوی صدیق الله رحمانی رییس تصدیق تخم‌های‌ بذری، مفتی ذاکرالله رئیس عمومی مالداری و صحت حیوانی،  انجنیرعبد الغفور غفاری رییس صندوق وجهی انکشاف زراعت یا ADF ، مولوی امان الله حسن رئیس زراعت کندز و مولوی گل حضرت مشاور معین زراعت و مالداری معین زراعت و مالداری حضور داشتند.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۵:۳۳
Background image

غزني کې ۴۳ بې‌وزله کورنیو ته د هګۍ ورکوونکو چرګانو د وېش لړۍ بشپړه شوه

۲۳ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۳ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق 
د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د «اکشن اېډ» مؤسسې په همکارۍ، د غزني ښار اړوند یو شمېر کلیو کې ۴۳ مستحقو او بې‌وزله. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۵:۳۰
Background image

دکرنې وزارت د جیوديزي او تصفيې په برخه کې نوي ګمارل شوي کارکوونکو ته روزنيز ورکشاپ دایر شو 

۲۳ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۳ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ رياست د جیوديزي او کدستر او د ځمکو د تصفيې په برخه کې نوي ګمارل شوي کارمندانو ته روزنيز. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۵:۲۸
Background image

د پکتیکا په دوو ولسوالیو کې لسګونه کرنیزې او پراختیایي پروژې پلي کېږي

۲۳ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۳ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق 
د پکتیکا ولایت په جانیخېل او ګومل ولسوالیو کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د «هېلټو» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د. . .

بازگشت