دکرنې او مالدارۍ مرستیال د فاریاب ولایت دکرنې کارکوونکو سره وکتل

user-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۱ - ۱۷:۱۱
دکرنې او مالدارۍ مرستیال د فاریاب ولایت دکرنې کارکوونکو سره وکتل


۲۱ غویی ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۱ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني فاریاب ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې ددې ولایت دکرنې ریاست له چارواکو او کارکوونکو سره په کتنه کې د دوی ستونزې او وړاندیزونه واورېدل.
په دې لیدنه کې د فاریاب ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی عزت الله نورانی  دکرنې او مالدارۍ مرستیال ته د فاریاب ولایت دکرنې ریاست د کارکوونکو وړاندیزونه او د کړنو او فعالیتونو راپور وړاندې کړل او دیاد ولایت دکرنې سکټور ته دکرنې وزارت د رهبرۍ د پاملرنې غوښتونکي شول.
په همدې حال کې مولوی صدر اعظم عثماني فاریاب ولایت ته د خپل سفر موخه ددې ولایت دکرنې او مالدارۍ عمومي وضعیت ارزول او د ملخانو آفت د مخنیوي په پار د کمپاین پلي کولو څرنګوالي څخه لیدنه وبلل او د بزګرانو د ستونزو په پار د کرنې وزارت پر هلو ځلو خبرې وکړې: «د ملګري ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مرسته مو تر دې دمه د فاریاب په ولایت کې د ملخانو پر وړاندې د مبارزې کمپاین په سمه توګه پرمخ وړلی دي او یاد کمپآین په روستی پړاو کې دی او همداراز دکرنې د پراختیا وجهي صندوق له خوا د فاریاب ولایت دکرنې سکټور متشبثینو او پآنګوالو ته د وکالې او مرابحې اسانتیاوو ایجادول د فاریاب ولایت دکرنې او مالدارۍ سکټور د ودې لپاره مناسب فرصت وبلل، چې تر دې دمه ترسره شوي دي او په راتلونکي کې هم ادامه لري.»
دکرنې او مالدارۍ مرستیال د فاریاب دکرنې ریاست له چاراکو وغوښتل، چې د خپلو چارو پر پلي کولو جدي عمل وکړي او یو بل سره په پوره همغږۍ دې هلې ځلې وکړي، چې دکرنې سکټور وغوړېږي.
ددې سفر په ترڅ کې د کرنیزو تخمونو د تصدیق ورکونې رییس مولوی صدیق الله رحماني، د مالدارۍ او حیواني روغتیا لوی رییس مفتي ذاکرالله، دکرنې د پراختیا صندوق (ADF) رییس انجنیر عبدالغفور غفاري، د فاریاب دکرنې رییس قاري عبادالله انصاري او  دکرنې او مالدارۍ مرستیال سلاکار مولوی ګل حضرت د کرنې وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدر اعظم عثماني ملتیا کوله.

دیدار معین زراعت و مالداری با کارمندان ریاست زراعت فاریاب
۲۱ ثور ۱۴۰۲ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت در جریان سفر به ولایت فاریاب  با مسوولان و کارمندان ریاست زراعت فاریاب دیدار کرده و مشکلات شان را استماع نمود.
مولوی عزت الله نورانی  رییس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت فاریاب  پیشنهادات، مشکلات و گزارش فعالیت‌‌ها ریاست زراعت جوزجان را به معین زراعت و مالداری اراییه کرده و خواستار توجه رهبری وزارت زراعت به سکتور زراعت آن ولایت شد.
در همین حال مولوی صدراعظم عثمانی هدف سفرش به ولایت فاریاب را بررسی وضعیت کلی زارعت و مالداری در آن ولایت و بازدید از چگونگی تطبیق کمپاین جلوگیری از آفات ملخ یاد کرده و از تلاش‌های وزارت زراعت جهت رفع مشکلات دهقانان سخن زد" ما تا حالا در بخش مجادله علیه آفات ملخ در ولایت فاریاب در همکاری با سازمان خوراکه و زراعت ملل متحد اقدام کردیم که کمپاین مجادله علیه ملخ نیز در مراحل آخری قرار دارد و همینگونه خدمات وکاله و مرابحه یک فرصت خوب از سوی صندوق وجهی انکشاف زراعتی برای تولید کننده گان و متشبثین سکتور زراعت ولایت فاریاب می باشد که تا حالا انجام شده است  است و در آینده نیز ادامه می یابد".
معین زراعت و مالداری از مسوولان زراعت ولایت فاریاب خواست تا در پیشبرد امور جدی عمل کرده و در هماهنگی با یک دیگر تلاش نمایند تا سکتور زراعت و مالداری ولایت فاریاب شگوفا گردد.
در جریان این دیدار مولوی صدیق الله رحمانی رییس تصدیق دهی تخم بذری، مفتی ذاکرالله رئیس عمومی مالداری و صحت حیوانی، انجنیر عبدالغفور غفاری رییس صندوق وجهی انکشاف زراعت یا ADF ، قاری عبادالله انصار رییس زراعت فاریاب، مولوی گل حضرت مشاور معین زراعت و مالداری و کارمندان ریاست زراعت فاریاب حضور داشتند .

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۵
Background image

د کندهار تخته‌پل کې د ۲.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو زېرمه کولو چکډېم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د اوبو د سرچینو د پیاوړتیا، د باراني اوبو د مهارولو او د کرنیزو او مالدارۍ فعالیتونو د ملاتړ په موخه، د کندهار ولایت د تخته‌پل ولسوالی په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۴
Background image

ننګرهار کې بزګرانو ته د ناروغیو مخنیوي اوبڼونو ښه مدیریت په موخه روزنه ورکړل شوه

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق                                                                  
 د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کوټ، لعلپورې، کوزکونړ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۳
Background image

دمیدان وردګو ولایت په چک ولسوالی کې دبروسلوز ناروغۍ دمخنوي په موخه دواکسین کمپاین پیل شو

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
دمیدان وردګو ولایت دچک ولسوالی کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ  دمسؤلو کسانو په هماهنګۍ د حیوانی محرقې. . .

بازگشت