دکرنې او مالدارۍ مرستیال د «DAI» مؤسسې له چارواکو سره وکتل

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۴/۱۲ - ۱۶:۴
دکرنې او مالدارۍ مرستیال د «DAI» مؤسسې له چارواکو سره وکتل

۱۲ چنګاښ ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۵ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۴ ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني په افغانستان کې د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې د کرنې ځنځیري ارزښت مؤسسې (DAI) له چارواکو سره وکتل.
په دې کتنه کې مولوي صدر اعظم عثماني وویل: «د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د نباتاتو د آفتونو په ځانګړې توګه د ملخانو د مخنیوي په موخه د همکارو مؤسسو په همکارۍ کار کوي، نهه ولایتونه د ملخانو تر برید لاندې دي، دا زموږ  مسوولیت دی، چې د دغو آفتونو مخنیوی وکړو.»
دغه راز په دې کتنه کې د ملخانو په موسم کې د افتونو د مخنیوي او پر وخت د اغېزمن پروګرام د جوړولو، پېښو او د هغې د پلي کولو په اړه هم خبرې وشوې.

معین زراعت و مالداری با مسوولان موسسه DAI دیدار نمود
۱۲ سرطان ۱۴۰۲ هـ. ش
مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با مسوولان موسسه زنجیره ارزش زراعت (DAI)  اداره انکشافی بین المللی امریکا در افغانستان دیدار و گفتگو نمود.
مولوی صدراعظم عثمانی در این دیدار گفت:« وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در همکاری با موسسات همکار به منظور جلوگیری از آفات نباتی به ویژه ملخ تلاش می‌نماید، نُه ولایت تحت حملات ملخ مواجع است، این مسوولیت ما در مقابل دهاقین است تا از این آفات جلوگیری کنیم».
هم‌چنان در این دیدار روی ساختن طرح جلوگیری از آفات ملخ در موسم و به موقع، داشتن پروگرام موثر، وقایع و تطبیق آن نیز بحث گفتگو صورت گرفت.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۳:۵۲
Background image

چارو ادارې ته د قوش‌تیپې کانال د پروژې د لومړي فاز د سپارلو په موخه غونډه ترسره شوه


چارو ادارې ته د قوش‌تیپې کانال د لومړي فاز د سپارلو په موخه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت، د چارو ادارې لوی ریاست او د ملي پراختیا شرکت د مسؤلینو ګډه غونډه د کرنې وزارت په مقر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۳:۵۰
Background image

ننګرهار کې ۴۲۰ کورنیو ته د مرخیړیو د تولید وسایل ووېشل شول

۱۸ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن ایډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو ادارې «اف‌اې‌او»په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۳:۴۶
Background image

د خوست قومي مشرانو سره د عشر راټولولو پروسې د ښه تنظیم په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه

۱۸ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د عشر او زکات آمریتونو د خپلو دوامدارو هڅو په لړ کې، دا ځل د مرکز شمل حسن کوټ سیمه کې د عشر او. . .

بازگشت