دکرنې او مالدارۍ مرستیال: دکوکنارو کښت ختمه شوې؛ بدیل یې باید دود شي

user-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۳ - ۱۴:۳۶
دکرنې او مالدارۍ مرستیال: دکوکنارو کښت ختمه شوې؛ بدیل یې باید دود شي


۲۳ لیندۍ ۱۴۰۲ه‍.ش
۱ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني  د نوي مالي کال د اړتیاوو ارزونې او د بودیجې د تخصیص په ځانګړې غونډه کې وویل: «په هېواد کې د کوکنارو کښت پای ته رسېدلی، اړتیا ده چې د کروندګرو تر منځ د دې بدیل دود شي.»
د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني زیاته کړه: «د نوي مالي کال د بودیجې په تخصیص کې باید د کوکنارو کښت د بدیل لپاره ښه بودیجه په پام کې ونیول شي او بدیل یې باید بزګرانو ته معرفي او ترویج شي.»
زعفران، انجه، پنبه، ګني او طبي بوټي د کوکنارو د کښت ښه بدیل دي، چې د کرنې وزارت له خوا د کروندګرو لپاره معرفي شوي، چې لوړ ارزښت او ښه عاید لري.
په دې غونډه کې، چې د یاد معینیت د ترچتر لاندې ریاستونو چارواکو ګډون کړی و، د ننګونو، وړاندیزونو، د پروژو د پلي کولو پر لومړیتوبونو، د نوي مالي کال لپاره د کافي بودیجې د تخصیص او د کرنې او مالدارۍ په بېلابېلو سکټورونو کې د پروژو د تطبیق پراخ پلان په اړه خبرې اترې او نظرونه تبادله شول.
دا چې د افغانستان ډېری خلک په کرکېله او مالدارۍ بوخت دي، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په پام کې لري، چې په نوي مالي کال کې د کرنې، مالدارۍ، اوبولګولو او طبیعي سرچینو په برخو کې بېلابېلې پروژې پلې کړي.

معین زراعت و مالداری:
 کشت کوکنار ختم شده بدیل آن باید ترویج شود
۲۳ قوس ۱۴۰۲ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در جلسه اختصاصی نیاز سنجی و تخصیص بودیجه سال مالی جدید گفت:" کشت کوکنار در کشور ختم شده است نیاز است تا بدیل آن میان دهقانان ترویج گردد."
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری افزود: در تخصیص بودیجه سال جدید مالی باید بودیجه خوبی برای بدیل کشت کوکنار در نظر گرفته شود و بدیل آن برای دهاقین معرفی و ترویج گردد.
زعفران، هنگ، پنبه، نیشکر و نباتات طبی بدیل خوبی برای کشت کوکنار است که از سوی وزارت زراعت برای دهاقین معرفی شده که ارزش برتر و عاید بهتر دارد.
در این جلسه که مسوولان ریاست تحث اثر این معینیت اشتراک داشتند راجع به چالش، پیشنهادات، اولویت‌های تطبیق پروژه‌ها، تخصیص بودیجه کافی برای سال مالی جدید و پلان گسترده تطبیق پروژه در بخش‌های مختلف زراعت و مالداری بحث و تبادل نظر صورت گرفت.
چون بیشتر مردم افغانستان زراعت پیشه و مالدار هستند وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در نظر دارد در سال جدید مالی پروژه‌های مختلف را در سکتورهای زراعت، مالداری، آبیاری و منابع طبیعی تطبیق نماید.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۵
Background image

د کندهار تخته‌پل کې د ۲.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو زېرمه کولو چکډېم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د اوبو د سرچینو د پیاوړتیا، د باراني اوبو د مهارولو او د کرنیزو او مالدارۍ فعالیتونو د ملاتړ په موخه، د کندهار ولایت د تخته‌پل ولسوالی په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۴
Background image

ننګرهار کې بزګرانو ته د ناروغیو مخنیوي اوبڼونو ښه مدیریت په موخه روزنه ورکړل شوه

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق                                                                  
 د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کوټ، لعلپورې، کوزکونړ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۳
Background image

دمیدان وردګو ولایت په چک ولسوالی کې دبروسلوز ناروغۍ دمخنوي په موخه دواکسین کمپاین پیل شو

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
دمیدان وردګو ولایت دچک ولسوالی کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ  دمسؤلو کسانو په هماهنګۍ د حیوانی محرقې. . .

بازگشت