دکرنې او مالدارۍ مرستیال دبلخ څېړنییز فارم څخ لیدنه وکړه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۱ - ۱۱:۳۱
دکرنې او مالدارۍ مرستیال دبلخ څېړنییز فارم څخ لیدنه وکړه

٢۱ لړم ۱۴۰۲ه‍.ش
٢۸ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني، چې  د یوې پلاوی په مشرۍ د بلخ ولایت دکرنې او مالدارۍ وضعیت د ارزونې په پار یاد ولایت ته سفر کړی دی، په دې ولایت کې د خصپزی کرنیز څېړنیز فارم څخه لیدنه کړه.
دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني په داسې حال کې، چې دبلخ دکرنې رییس مولوی شمس الدین خالد، د مالدارۍ او حیواني روغتیا لوی رییس مفتي ذاکر الله ذاکر، د عمومي تصدی رییس ذاکر الله عبدالرحیمزی او دکرنیزو تخمونو د تصدیق ورکوني رییس مولوی صدیق الله یې ملتیا کوله د بلخ دکرنې ریاست اړوند د خصپزی فارم څخه لیدنه وکړه.
دکرنې وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني ددې لیدنې په ترڅ کې د یاد فارم د کارکوونکو او چارواکو ستونزې او نظرونه واورېدل او ددغه فارم د چارو د ښه والي په پار یې اړوندو چارواکو ته لازمې لارښوونې وکړې.

بازدید معین زراعت و مالداری از فارم تحقیقات زراعتی بلخ 
۲۱ عقرب ۱۴۰۲ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری  که در رائس یک هیئت به منظور بررسی وضعیت زراعت مالداری به ولایت بلخ سفر کرده از فارم تحقیقات زراعتی  خصپزی بازدید کردو
 مولوی صدر اعظم عثمانی معین زراعت مالداری در حالی که رئیس زراعت بلخ مولوی شمس الدین خالد، مفتی ذاکر الله ذاکر رئیس عمومی مالداری و صحت حیوانی، رئیس عمومی تصدی ذاکر الله عبدالرحیمزی و مولوی صدیق الله رئیس تصدیق دهی تخم های بذری وی را همراهی می کردند از فارم خصپزی ریاست زراعت ولایت بلخ بازدید کرد.
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری در جریان این بازدید مشکلات و نظریات مسوولان و کارکنان فارم متذکره را اسماع نموده و به منظور بهبود امور فارم رهنمایی های لازم را به مسوولان آن انجام داد.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۰:۱۳
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په څلورګونو فارمونو کې د غنمو د تریشر بهیر پیل شو

۲۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۳۰ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت اړوند په څلورګونو فارمونو کې د ۱۴۰۵ هـ.ش کال لپاره پر شاوخوا ۱۹۴۰ جریبه ځمکه د کرل شویو امارتي «دولتي» غنمو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۷:۱۶
Background image

د کرنې وزارت څلور رییسان په نویو بستونو وګومارل شول


۲۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت څلور تنه رییسان له خپلو پخوانیو بستونو څخه تبدیل او په نویو دندو تر ګمارنې وروسته اړوندو کارکوونکو ته ور. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۷:۱۲
Background image

د خوړو خوندیتوب اسلامي ادارې په اوومه عمومي غونډه کې د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال ګډون

 

۲۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د افغانستان په استازیتوب د. . .

بازگشت