دکرنیزو محصولاتو نندارتون د چمتووالی ارزونې په پار غونډه دائره شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۰ - ۱۵:۴۹
دکرنیزو محصولاتو نندارتون د چمتووالی ارزونې په پار غونډه دائره شوه

۱۰ غویی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۰ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د ۱۴۰۳یم کال د بزګر میلې او دکرنیزو محصولاتو نندارتون د چمتووالي د ارزونې په موخه دکرنې وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني په مشرۍ غونډۍ دائره شوه.
دکرنې وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني د کرنیزو محصولاتو بازارموندنې په موخه دکرنیزو محصولاتو نندارتون دائرول یو اغېزناک ګام وباله او دکرنې وزارت له چارواکو څخه یې وغوښتل، چې د نندارتون چارې دې په پوره همغږۍ او بشپړ نظم ترسره کړي او دکرنیزو محصولاتو بازارموندنې په پار دې غوره زمینې برابرې کړي.
په دې غونډه کې، چې دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت یوشمېر رییسانو هم حضور درلود د نندارتون د دائرولو په پار د فعالیتونو او چمتووالي څرنګوالي وارزول شول او د نندارتون د چارو د پرمختګ په پار ګمارل شوي کاري کمېټې د نندارتون د لیدونکو لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو د برابرولو په موخه د خپلو فعالیتونو راپور، وړاندیزونه او نظریات وړاندې کړل. 
په دې غونډه کې دکرنې او مالدارۍ مرستیال له خوا د یاد نندارتون د کار د ښه ترسره کولو په موخه د ټاکل شویو کاري کمېټو مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وشوې، ترڅو د نندارتون چارې په سمه توګه ترسره کړي.

جلسه بررسی آماده ‌گی‌ها برای برگزاری نمایشگاه محصولات زراعتی برگزار شد
۱۰ ثور ۱۴۰۳  هـ.ش
جلسه بررسی آماده‌گی‌‌ها برای برگزاری میله دهقان و  نمایشگاه  بهاری محصولات زراعتی سال ۱۴۰۳ تحت رهبری مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت برگزار شد. 
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت برگزاری نمایشگاه محصولات زراعتی را یک گام موثر جهت بازاریابی محصولات زراعتی عنوان کرده و از مسوولان وزارت زراعت خواست تا با هماهنگی  و نظم کامل فعالیت‌های نمایشگاه را به پیش ببرند و زمینه‌های بهتری را جهت بازاریابی محصولات زراعتی فراهم نمایند.
در این جلسه که شماری از روئسای وزارت زراعت، آبیاری و مالداری نیز حضور داشتند چگونگی فعالیت‌ها و آماده‌گی ها به منظور برگزاری‌ نمایشگاه بررسی گردیده و کمیته‌های کاری که قبلا مشخص گردید  بود گزارش کارکردها، پیشنهادات و نظریات خویش را جهت فراهم سازی سهولت های بیشتر برای بازدید کننده گان نمایشگاه بیان نمودند.
در این جلسه از سوی معین زراعت و مالداری هدایات لازم جهت پیشبر امور نمایشگاه برای مسوولان کمیته‌های کاری تعین شده سپرده شد تا امور کاری نمایشگاه را به وجه احسن آن به پیش ببرند.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۴:۳۱
Background image

ننګرهار کې ۴۰۰ زره غټو څارویو ته د پوستکي د دانو ناروغۍ واکسین پلې کېږي


٢٢ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٩ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
ننګرهار ولایت کې د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا او د غټو څارویو د پوستکي د دانو ناروغۍ د مخنیوي په موخه ۴۰۰ زره دوزه واکسین د غواګانو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۱:۳۶
Background image

کونړ  کې ۶۵ بزګرانو ته د جوارو، لوبیا او شولو ننداریزو کروندو لپاره د کرنیزو توکو وېش

٢۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیايي بودیجې په چوکاټ کې، د کونړ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو خدماتو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۳۰
Background image

د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو له نړۍوال نندارتون څخه د ایراني پلاوي لیدنه 

۲۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۸صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د ایران د اسلامي جمهوریت لوړپوړي پلاوي، چې مشري یې د ایران د کرنې جهاد وزیر غلامرضا نوري قزلجه کوله، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت. . .

بازگشت