دکانال شرکت رییس کرنیزې پرمختیا صندوق له رییس او مل پلاوي سره وکتل

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۴/۲۳ - ۹:۵۸
دکانال شرکت رییس کرنیزې پرمختیا صندوق له رییس او مل پلاوي سره وکتل

۲۳چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار کانال شرکت رییس مولوی غلام الرحمن کظیم د خپل کار په دفتر کې د کرنیزې پرمختیا صندوق رییس انجنیر عبدالغفار غفاري او مل پلاوي په کتنه کې د اسلامي مالي چوپرړتیاوو وړاندې کولو په هکله خبرې اترې وکړې.
په دې لیدنه کې د کرنیزې پرمختیا صندوق رییس انجنیر عبدالغفار غفاري د یاد صندوق د کړنو او لاسته راوڼو ترڅنګ ددغه صندوق له خوا د اسلامي مالي خدمتونو د وړاندې کولو پلان هم د ننګرهارکانال شرکت رییس مولوي غلام الرحمن کظیم سره شریک کړ.
ښاغلی غفاري وویل: «د کرنیزې پرمختیا صندوق یو غیر بانکي مالي دولتي بنسټ دی، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت تر چتر لاندې فعالیت کوي، د افغانستان د کرنې د ودې او پرمختګ لپاره د بزګرانو او کرنيزو متشبثینو اسلامي تمویل د دې صندوق له مهمو دندو څخه دی»
په همدې حال کې د ننګرهار کانال شرکت رییس مولوي غلام الرحمن کظیم د کرنیزې پرمختیا صندوق د هېواد کروندګرو او مالدارانو لپاره د اسلامي مالي خدمتونو په وړاندې کولو کې مهم وباله، او د یاد صندوق لاسته راوړنې يې وستایل.
ښاغلی کظیم وویل، چې دکرنیزې پرمختیا وجهي صندوق چوپړتیاوې د کروندګرو، بڼوالو او بزګرانو لپاره دي، چې باید ګټه ترې پورته کړای شي، نوموړی دیاد شرکت چارواکو ته سپارښتنه وکړه، چې دیاد شرکت په اډانه کې په دې برخو کې خپلې ټولې هڅې په کار واچوي، چې د ننګرهارکانال او ورسره د هېواد د کرنې ودې او پراختیا ته زمینه برابره شي.
په دې ناسته کې ختيځ زون کې د کرنیزې پرمختیا صندوق مشر ګل حبيب همت، د  ننګرهار کانال شرکت د کرنیزوچارو مسوول انجنيرمحمد جميل خوشحال، دفتر آمر شکيل احمد خير خواه «قاري ذاهب » او یوشمېر نورو چارواکو ګډون درلود.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۷:۱۶
Background image

د کرنې وزارت څلور رییسان په نویو بستونو وګومارل شول


۲۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت څلور تنه رییسان له خپلو پخوانیو بستونو څخه تبدیل او په نویو دندو تر ګمارنې وروسته اړوندو کارکوونکو ته ور. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۷:۱۲
Background image

د خوړو خوندیتوب اسلامي ادارې په اوومه عمومي غونډه کې د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال ګډون

 

۲۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د افغانستان په استازیتوب د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۷:۶
Background image

د کندهار کرنې ریاست: د شاتو مچیو روزنه د اقتصادي ودې او کاري فرصتونو رامنځته کولو لپاره مهم ګام دی


۲۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې نړۍوال سازمان (یوان‌اوډي‌سي). . .

بازگشت